په کابل پوهنتون کې دلوړو زده کړو پیاوړتیا ملي کنفرانس پای ته ورسیده.

kundoz_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۸ - ۱۴:۲۳
dfg

په کابل پوهنتون کې دلوړو زده کړو پیاوړتیا ملي کنفرانس پای ته ورسیده.

د لوړو زده کړو پیاوړتیا ملي کنفرانس چې د روان کال کب میاشتې په دوهمه نیټه کابل پوهنتون کې پیل شوی وو او د ټول هیواد له امارت او خصوصي پوهنتونو رئيس صاحبانو په ګډون له 900 څخه زیاتو استادانو پکې برخه اخیستې وه، د هیواد تحصیلي نظام د پیاوړتیا په موخه د وروستیو وړاندیزونو په مطرح کولو د 1401/12/4نیټه د پنجشنبې په ورځ پای ته ورسید.

په دغه کنفرانس کې د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي پوهنيار ضیاالدین سیرت ، د کمپيوټر ساينس پوهنځي استاد پوهنیارعابدالله عادل او د اقتصاد پوهنځی استاد کادری غړی پوهنمل حفیظ الله ایوبی ګډون کړی وو .

همدا راز په دغه ملي کنفرانس په وروستۍ برخه کې هغه استادان چې علمي مقالې یې وړاندې کړې، د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي پوهنيار ضیاالدین سیرت په ګډون هغه اشخاص او مسؤلین چې د یاد کنفرانس کې يي ګډون کړۍ وه ، د تصديق پاڼو په ورکولو د هغوی له کړنو او هڅو ستاینه وشوه.

د کندوز پوهنتون عامه پوهاوي او اړیکو مدیریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۵
Background image

د کندز پوهنتون نړیوال علمي ژورنال په OpenAlex ډیټابیس کې هم شامل شو!


د کندز پوهنتون د علمي او څېړنیزو لاسته راوړنو په دوام کې، د پوهنتون نړیوال علمي ژورنال (Kunduz University International Journal of Islamic Studies and Social Sciences – KUIJIS) په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۲۴
Background image

د وردګ پوهنتون له لوري د عالیقدر مشرتابه حفظه‌الله د فرمانونو علمي ــ څېړنیز کنفرانس!

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ او اهتمام او د وردګ پوهنتون له لوري د عالیقدر مشرتابه حفظه‌الله د فرمانونو علمي ــ څېړنیز کنفرانس

ډېر ژر...

کنفرانس علمی ـ تحقیقی پیرامون فرامین عالیقدر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۳۰
Background image

په کندوز پوهنتون کې د بیت‌المال د ساتنې او له خیانت څخه د ځان ساتلو په اړه دیني درس وړاندې شو!

د ټاکل شوي مهال‌وېش له مخې، د شیخ صاحب امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمانونو د تطبیق په لړ کې نن د کندوز پوهنتون په مسجد کې د بیت‌المال د ساتنې او له خیانت څخه د ځان ساتلو په اړه علمي او. . .

BACK TO NEWS