په کندوز پوهنتون (موږ څنګه چاپيريال پاک وساتو) تر سرليک لاندې علمي کانفرانس وړاندې شو.

kundoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۵ - ۱۰:۶
321

په کندوز پوهنتون (موږ څنګه چاپيريال پاک وساتو) تر سرليک لاندې علمي کانفرانس وړاندې شو.

په دې کنفرانس کې د کندوز پوهنتون علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنيار غلام نبي څپاند‌، د پوهنځیو ښاغلو رئیس صاحبانو، د مسلکي پراختيا آمر ښاغلي پوهنيار ولي محمد ودید ، استادانو،د کندوز ولايت د چاپيريال ساتنې رياست د عامه پوهاوي او اړیکو مدیر او محصلينو ګډون کړی وو.

یاد علمي کنفرانس د کندوز پوهنتون کرنې پوهنځي علمي کادر ښاغلي پوهنیار ذبیح الله فرخاري له لوري، په نړيواله کچه د اقلیم د بدلون پر عواملو ، او بشر ته ترې پیښیدونکو ګواښونو او په یاده برخه کې د حکومتونو مؤسساتو ، چاپیریال ساتنې ادارې او د هیواد د وګړو په مسؤلیتونو اړوند پریزینټیشن د کندوز پوهنتون د مسلکي پرختیا آمریت په(PDC) تالارکې وړاندې کړ.

ښاغلي استاد خپل موضوعات په ډیر ښه شکل سره وړاندې کړل او ترڅنګ يې د ګډونوالو پوښتنو ته د قناعت وړ ځوابونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.

نېټه: دوشنبه 23/11/1444ه ق 22/3/1402 ه ش

دعامه پوهاوي اړیکو او نشراتو مدیریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۵
Background image

د کندز پوهنتون نړیوال علمي ژورنال په OpenAlex ډیټابیس کې هم شامل شو!


د کندز پوهنتون د علمي او څېړنیزو لاسته راوړنو په دوام کې، د پوهنتون نړیوال علمي ژورنال (Kunduz University International Journal of Islamic Studies and Social Sciences – KUIJIS) په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۲۴
Background image

د وردګ پوهنتون له لوري د عالیقدر مشرتابه حفظه‌الله د فرمانونو علمي ــ څېړنیز کنفرانس!

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ او اهتمام او د وردګ پوهنتون له لوري د عالیقدر مشرتابه حفظه‌الله د فرمانونو علمي ــ څېړنیز کنفرانس

ډېر ژر...

کنفرانس علمی ـ تحقیقی پیرامون فرامین عالیقدر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۳۰
Background image

په کندوز پوهنتون کې د بیت‌المال د ساتنې او له خیانت څخه د ځان ساتلو په اړه دیني درس وړاندې شو!

د ټاکل شوي مهال‌وېش له مخې، د شیخ صاحب امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمانونو د تطبیق په لړ کې نن د کندوز پوهنتون په مسجد کې د بیت‌المال د ساتنې او له خیانت څخه د ځان ساتلو په اړه علمي او. . .

BACK TO NEWS