په کندوز پوهنتون کې تازه ګمارل شوي ادارې پرسونل ته د لا مسلکي توب په موخه دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو
په کندوز پوهنتون کې تازه ګمارل شوي ادارې پرسونل ته د لا مسلکي توب په موخه دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.
شنبه 1444/8/4 چې د 1401 /12/6 نېټې سره سمون لري د کندوز پوهنتون د مسلکي پراختیا آمریت له لوري د تازه ګمارل شويو ادارې پرسونل ته د لا مسلکي کيدو په موخه د کمپیوټر په نوو پروګرامونو دبلدتیا لپاره دوه ورځنی ورکشاپ د کندوز پوهنتون مسلکي پراختیا آمریت په (PDC) تالارکې لومړۍ ورځ پای ته ورسېده.
په دغه کنفرانس کې د مسلکي پراختیا آمر پوهنیار ولي محمد ودید ،د بشري سرچينو لوی آمر او د پوهنتون مالي او اداري چارو سرپرست ښاغلي محمد انور عمرخیل ، آمرینو ، او مدیر صاحبانو ګډون کړی وو.
همدا راز یاد پوهنتون کې تازه ګمارل شوي ادارې پرسونل ته د لا تکړه توب په موخه جوړ شوی چې دوه ورځې به دوام ومومي.
د کندوز پوهنتون دعامه پوهاوي او اړیکو مدیریت