پوهنمل استاد محمد شريف حسن زوی _ پوهنیار استاد محمد یعقوب سراج کنفرانس را به منظور ترفیع علمی پوهنمل ارائه نمودند

kundoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۸ - ۹:۱
748

ستاد پوهنیار محمد شريف حسن زوی - استاد پوهنیار محمد یعقوب سراج د پوهنمل علمي رتبې په موخه کانفرانس وړاندې کړ.

د کندوز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د انګليسي ژبې او ادبياتو ‌څانګې کادري غړي ښاغلي پوهنیار استاد محمد شريف حسن زوی له پوهنیار علمي رتبه څخه د پوهنمل علمي رتبې ته د ترفیع په پار د( په انګلیسي ژبه کې د فعل ډولونه او برخې ) او دغه راز د دې څانګې علمي کادر استاد پوهنیار محمد یعقوب سراج د پوهنیار علمي رتبې څخه د پوهنمل علمي رتبې په موخه د (د مصنوعي هوش رول د انګليسي ژبې زده کوونکو د محاورې په پیاوړتیا کې )تر سرلیک لاندې خپل علمي کنفرانس د کندوز پوهنتون د مسلکي پرختیا آمریت په(PDC) تالارکې وړاندې کړل.

په دې علمي کنفرانس کې د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي الحاج م و ل و ي صاحب عبدالهادي همت ، علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند ، مالي او اداري چارو مرستيال ښاغلي قاري محمد امير صادق ، مسلکي پراختيا آمر ښاغلي ولي محمد ودید ، د استادانو د تقرر او ترفیعاتو آمر ښاغلي پوهندوی محمد اسرار شنواری ژوري پلاوي، د پوهنځیو ښاغلو رئیس صاحبانو او استادانو ګدون کړی و .

ښاغلو استادانو استاد خپل موضوعات په ډیر ښه شکل سره وړاندې کولو ترڅنګ د ګډونوالو پوښتنو ته د قناعت وړ ځوابونو په ورکولو سره یاد کنفرانس پای ته ورسیده.

همدا راز ژوري پلاوي پورته یاد شوی کنفرانس تائید کړ او استادانو ته یې د څښتن تعالی له در باره دلازیاتو علمي بریاو هيله څرګنده کړه.

نېټه: دوشنبه 3/3/1445ه ق 27/6/1402 ه ش

-------------------------------------

پوهنیار استاد محمد شريف حسن زوی_ پوهنمل ګل آقا انوري کنفرانس را به منظور ترفیع علاستاد پوهنمل عبدالمجید پردېس - استاد پوهنمل ګل آقا انوري د پوهندوی علمي رتبې په موخه کانفرانس وړاندې کړ.

د کندوز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو ژبې او ادبياتو ‌څانګې کادري غړي ښاغلي پوهنمل استاد عبدالمجید پردېس له پوهنمل علمي رتبه څخه د پوهندوی علمي رتبې ته د ترفیع په پار د( زین العابدین پردېس د اشعارو منځپانګیزه شننه او استاد محمد صديق پسرلي د شعرونو سبکي ځانګړې) او دغه راز د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګې علمي کادر پوهنمل ګل آقا انوري د پوهنمل علمي رتبې څخه د پوهندوی علمي رتبې په موخه د (مطالعه اثرات فواصل کشت بر حا صلدهی و خصوصیات اګرانومیکی برنج باره در کندز)تر سرلیک لاندې خپل علمي کنفرانس د کندوز پوهنتون د مسلکي پرختیا آمریت په(PDC) تالارکې وړاندې کړل.

په دې کنفرانس کې د علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند ، مسلکي پراختيا آمر ښاغلي ولي محمد ودید ، ژوري پلاوي، د پوهنځیو ښاغلو رئیس صاحبانو او استادانو ګدون کړی و .

ښاغلو استادانو استاد خپل موضوعات په ډیر ښه شکل سره وړاندې کولو ترڅنګ د ګډونوالو پوښتنو ته د قناعت وړ ځوابونو په ورکولو سره پای ته ورسیده.

همداراز ژوري پلاوي پورته یاد شوی کنفرانس تائید کړ او استادانو ته یې د څښتن تعالی له در باره دلازیاتو علمي بریاو هيله څرګنده کړه.

نېټه: دوشنبه 20/1/1445ه ق 16/5/1402 ه ش

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۵ - ۱۰:۳۴
Background image

په کندوز پوهنتون کې د شمال ختيځ زون په کچه د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو د علمي پروګرامونو او چوکاټ څلور ورځنی روزنيز ورکشاپ په بریالیتوب سره پای ته ورسېده.

په کندوز پوهنتون کې د شمال ختيځ زون په کچه د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو د علمي پروګرامونو او چوکاټ څلور ورځنی روزنيز ورکشاپ په بریالیتوب سره پای ته ورسېده.

په یاد‌ ورکشاپ کې د شمال. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۵ - ۱۰:۲۷
Background image

کندوز پوهنتون رهبرۍ له لوري د خصوصي پوهنتونونو لپاره د دعوت او ارشاد آمرینو څخه ازموينه واخيستل شوه

کندوز پوهنتون رهبرۍ له لوري د خصوصي پوهنتونونو لپاره د دعوت او ارشاد آمرینو څخه ازموينه واخيستل شوه

د کندوز پوهنتون رهبرۍ د‌ لوړو زده کړو محترم وزارت په هدایت د دې ولايت 5 خصوصي. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۵ - ۱۰:۱۸
Background image

اطلاعیه

اطلاعیه:

آنعده جدید الشمولان سال 1402 پوهنتون کندز که بزمان معیین آن جهت ثبت نام مراجعه ننموده اند و غیر حاضر ثبت نام می باشند:

روز های (دوشنـــــبه و سه شنبه) تاریخ های( 15 و 16. . .

BACK TO NEWS