پوهنمل محمد عالم بهزاد پوهندوی - پوهنیار احمد منير امیني د پوهنمل علمي رتبې په موخه کانفرانس وړاندې کړ.

kundoz_admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۴ - ۱۰:۲
vbn

پوهنمل محمد عالم بهزاد پوهندوی - پوهنیار احمد منير امیني د پوهنمل علمي رتبې په موخه کانفرانس وړاندې کړ.

د کندوز پوهنتون کرنې پوهنځي د اګرانومي ‌څانګې کادري غړي ښاغلي پوهنمل محمد عالم بهزاد له پوهنمل علمي رتبه څخه د پوهندوی علمي رتبې ته د ترفیع په پار ( د درې ډوله بوټي وژونکي اثر د غنمو په کار او حاصل ته کتنه ) او ترڅنګ یې د دې څانګې علمي کادر ښاغلي پوهنیار احمد منير امیني د پوهنیار علمي رتبې څخه د پوهنمل علمي رتبې ته د ( پرایمنګ اثرات د وریجو تخمونه د ویستلو په ځواب د محيطي عکس العملونو کې ) تر سرلیک لاندې خپل علمي کنفرانس د کندوز پوهنتون د مسلکي پرختیا آمریت په(PDC) تالارکې وړاندې کړ.

په دې کنفرانس کې د کندوز پوهنتون علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند، مسلکي پرختیا آمر پوهنیار ولي محمد ودید ، ژوري پلاوي، د پوهنځیو ښاغلو رئیس صاحبانو او استادانو ګدون کړی وو .

ښاغلو استادانو خپل موضوعات په ډیر ښه شکل سره وړاندې کولو ترڅنګ د ګډونوالو پوښتنو ته د قناعت وړ ځوابونو په ورکولو سره یاد کنفرانس پای ته ورسېده.

همداراز ژوري پلاوي پورته یاد شوی کنفرانس تائید کړ او استادانو ته یې د څښتن تعالی له در باره دلازیاتو علمي بریاو هيله څرګنده کړه.

نېټه: سه شنبه 15/1/1445 ه څ، 10/5/1402ه ش

دعامه پوهاوي اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۲:۲۹
Background image

دیدگاه وماموریت پوهنتون کندز

د کندوز پوهنتون ليدلوری

کندوز پوهنتون ژمن دی چې د هيواد د ودې او پرمختيا په موخه د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې د تحصيلي، علمي، څېړنيزو او فکرپنځونې خدمتونو د ښه‌والي په برخه کې په ملي او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۱:۱۸
Background image

دیدگاه و ماموریت پوهنځی علوم وتر نری

دیدگاه

پوهنځي علوم وترنری پوهنتون کندز در راستای رشد سکتور مالداری کادر های ورزیده را از طریق تدریس معیاری به جامعه تقدیم نموده و در تلاش است که  منحیث یک نهاد علمی و تحقیقی معتبر در. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱ - ۱۶:۳۰
Background image

کندوز پوهنتون کې تازه ګومارل شوي ٣٨ تنه اداري کارمندانو لپاره د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو ریاست په همکارۍ درې٣ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو!

کندوز پوهنتون کې د تازه ګومارل شویو ٣٨ تنو اداري کارمندانو لپاره د ظرفیت لوړونې په موخه د (مامورینو چلند او اداري چارو مخ ته وړلو د څرنګوالي) تر نامه لاندې د ملکي خدمتونو او اداري. . .

BACK TO NEWS