کندوز پوهنتون علمي چارو مرستيال ،اړوندو پوهنځیو رئیس صاحبانو او د استادانو چارو آمر د پېژندنې غونډه ترسره شوه

kundoz_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱/۵ - ۸:۵۲
45

کندوز پوهنتون علمي چارو مرستيال ،اړوندو پوهنځیو رئیس صاحبانو او د استادانو چارو آمر د پېژندنې غونډه ترسره شوه.

سه شنبه 1444/8/28 ه ق چې د 1402/1/1 ه ش کال نېټې سره سمون لري د کندوز پوهنتون علمي چارو مرستيال،اړواندو پوهنځیو رئیس صاحبانو او د استادانو چارو آمر د پېژندنې غونډه د کندوز پوهنتون کتابتون کې د امن په فضا کې ترسره شوه.

غونډه د کندوز پوهنتون د کتابتون مدیر ښاغلي حافظ محبوب الله رشیدي له لوري د قرانکريم په څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پيل شوه.

ورپسې د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي پوهنيار ضیاالدین سیرت ګډونوالو ته د ښه راغلاست د علمي چارو مرستيال د پوهنځیو نوي رئیس صاحبانو د استادانو چارو آمر ته د مبارکۍ ترڅنګ علمي ویناوې او اړینې خبرې وکړې.

ورپسې د علمي چارو مرستيال ، د پوهنځیو نوي رئیس صاحبانو د استادانو چارو آمر خپلو علمي ویناوو ترڅنګ ژمنې او پلانونه ګډونوالو سره شریک کړلل.

په دغه معرفي غونډه کې د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي پوهنيار ضیاالدین سیرت ،د کندوز ولايت مقام د دفتر رئیس ښاغلي م و ل و ي صاحب عبدالغفور شهیدزوی ، د پوهنتون محصلینو چارو مرستيال ښاغلي پوهندوی عبداالقدوس اصولي ،د بشري سرچينو لوی آمر ښاغلي محمد انور عمرخېل ،د پوهنځیو رئیس صاحبانو ،د څانګو آمرینو ،مدیر صاحبانو ،او نورو مسؤلینو ګډون کړی وو.

په دغه غونډه کې لاندې علمي کادرونه د کندوز پوهنتون مشرتابه له لوري ګډونوالو ته وروپېژندل شول.

(1) ښاغلی پوهنيار غلام نبي څپاند د پوهنتون علمي چارو مرستيال په توګه.

(2) ښاغلی پوهنمل ګل آغا صادق د زراعت پوهنځي رئیس په توګه.

(3) ښاغلی پوهنيار عابد الله عادل د کمپيوټر ساينس پوهنځي رئیس په توګه.

(4) ښاغلی پوهنمل حفیظ الله ايوبي د اقتصاد پوهنځي رئیس په توګه.

(5) او ښاغلی پوهنمل محمد اسرار شنواری د استادانو چارو آمر په توګه .

هیره دې نوي چې دغونډې په پای کې د پوهنځیو پخواني رئیس صاحبان او د استادانو چارو آمر د ښه چارو د پرمخ بيولو له امله وستايل شول.

غونډه د کندوز پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر ښاغلي م و ل و ي صاحب عبدالحکیم عابدي په دعاء پای ته ورسېده.

کندوز پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو مدیریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۵
Background image

د کندز پوهنتون نړیوال علمي ژورنال په OpenAlex ډیټابیس کې هم شامل شو!


د کندز پوهنتون د علمي او څېړنیزو لاسته راوړنو په دوام کې، د پوهنتون نړیوال علمي ژورنال (Kunduz University International Journal of Islamic Studies and Social Sciences – KUIJIS) په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۲۴
Background image

د وردګ پوهنتون له لوري د عالیقدر مشرتابه حفظه‌الله د فرمانونو علمي ــ څېړنیز کنفرانس!

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ او اهتمام او د وردګ پوهنتون له لوري د عالیقدر مشرتابه حفظه‌الله د فرمانونو علمي ــ څېړنیز کنفرانس

ډېر ژر...

کنفرانس علمی ـ تحقیقی پیرامون فرامین عالیقدر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۳۰
Background image

په کندوز پوهنتون کې د بیت‌المال د ساتنې او له خیانت څخه د ځان ساتلو په اړه دیني درس وړاندې شو!

د ټاکل شوي مهال‌وېش له مخې، د شیخ صاحب امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمانونو د تطبیق په لړ کې نن د کندوز پوهنتون په مسجد کې د بیت‌المال د ساتنې او له خیانت څخه د ځان ساتلو په اړه علمي او. . .

BACK TO NEWS