کندوز پوهنتون کې تازه ګمارل شوو محترمو استادانو ته درې ورځینی سمینار پای ته ورسېده .
کندوز پوهنتون کې تازه ګمارل شوو محترمو استادانو ته درې ورځینی سمینار پای ته ورسېده .
یک شنبه 1444/8/20چې د 1401/12/22 نېټې سره سمون لري دکندوز پوهنتون دښوونې او روزنې پوهنځي علومو او اسلامي کلتورڅانګې او شرعياتو پوهنځي نوو تازه ګمارل شوو محترمو استادانو ته د (پوهنتون دچاپیریال، کریدیت سیستم او تدریس نویو میتودوسره دجدید التقرره استادانو بلدتیا) تر عنوان لاندي درې ورځنی سمينار د کندوز پوهنتون د استادانود مسلکي ودې پراختيا په (PDC) تالار کې پیل شوی وو چې درې ورځې یې دوام درلوده په بریالیتوب سره پای ته ورسېده.
یاد سيمنار د کندوز پوهنتون د استادانود مسلکي ودې پراختيا آمر ښاغلي پوهنیار ولي محمد ودیداو د ښوونې او روزنې پوهنځيکادري غړي د روان شناسي څانګې آمر ښاغلي پوهنمل عبدالمحمود صدري له لوري وړاندې شو.
کندوز پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو مدیریت