کندوز پوهنتون کې د علمیِ ترفیعات او تقرر کمیټې د1402 تحصیلي کال(1) لومړۍ غونډه ترسره شوه.

kundoz_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۸ - ۱۰:۸
ghj

کندوز پوهنتون کې د علمیِ ترفیعات او تقرر کمیټې د1402 تحصیلي کال(1) لومړۍ غونډه ترسره شوه.

چهارشنبه1444/9/22 چې د2/1042/23 نېټې سره سمون لري،دکندوزپوهنتون د استادانو چاروآمر ښاغلي پوهنمل محمد اسرار شنواري په مشرۍد علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند او د یاد پوهنتون علمي ترفیعات او تقرر کمېټې غړو په ګډون د استادانو چارو آمریت د 1402/ه ش تحصیلي کال (1) لومړۍ پړاو غونډه د یاد آمریت په تالارکې ترسره شوه.

یاده غونډه دقران کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه. په دې ناسته کې د استادانو علمي ترفیعات او تقرر په اړه او د اجندا په مختلفو برخو بحث او نظرونه وړاندې شول. په آزاد بحث کې د کندوز پوهنتون علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند داستادانو چارو آمر له خوا د کمېټې غړو وړاندیزونه واورېدل، او لازمې پرېکړې ترسره شوې.

غونډه د کندوز پوهنتون علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند په ارزښتناکو‌‌ ویناوو اودعا پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۳۱
Background image

د کندوز پوهنتون محصلانو ترمنځ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د پنځو فرمانونو د کتاب لوستنې د پایلو او جایزو وېش غونډه ترسره شوه!

د کندوز پوهنتون د محصلانو ترمنځ د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ هبت‌الله اخوندزاده حفظه‌الله تعالی د پنځو فرمانونو د کتاب لوستنې او مطالعې د پایلو او غوره محصلانو ته د جایزو او تقدیرنامو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۳۹
Background image

په کندوز پوهنتون کې د شیخ صاحب امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمانونو د تطبیق په لړ کې د اتمې اونۍ درس ترسره شو

د ټاکل شوي مهال‌وېش له مخې، د شیخ صاحب امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمانونو د ارزښت، محتوا او عملي تطبیق په اړه د اتمې اونۍ درس د کندوز پوهنتون په مسجد کې د پوهنتون رئیس الحاج مولوي صاحب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۹
Background image

دکندوز پوهنتون کې د ۱۴۰۵ هـ ش کال د شپږمې دورې علمي شورا غونډه ترسره شوه

د کندوز پوهنتون د ۱۴۰۵ هـ ش کال د شپږمې دورې علمي شورا غونډه د پوهنتون د رئیس الحاج مولوي عبدالهادي همت په رهبري ترسره شوه

په یادې غونډه کې د کندوز پوهنتون رئیس الحاج مولوي عبدالهادي. . .

BACK TO NEWS