د وترنری علومو پوهنځی معلومات د کندز پوهنتون

د وترنری علومو پوهنځی معلومات د کندز پوهنتون د ویب سایت لپاره

د وترنری علومو د پوهنځی د ریس پیغام

د کندز پوهنتون د وترنری علومو پوهنځی د یو اکادمیک او مسلکی بنسټ په توګه د مالداری سکتور د ودی، د ملی اقتصاد د لوړولو او د انسانانو او څارویو تر منځ مشترکو ناروغیو په وړاندی مبارزی په بنیاد علمی او مسلکی روزل شوی کدرونه د لسانس په کچه خپلی ټولنی او هیواد ته وړاندی کوی.

وترنری علومو پوهنځی په علمی تجربو استواره رشته ده چی د څارویو د ناروغیو په پیژندنه، مخنیوی، درملنی او د څارویو او انسانانو تر منځ مشترکو ناروغیو څیړلو سره سروکار لری. یاده رشته نه یواځی چی د حیوانی روغتیا له پلوه بلکی د انسانی روغتیا له پلوه هم یو با ارزښته ساینسی رشته بلل کیږی.

وترنری علومو پوهنځی د کندز پوهنتون د اوو (۷) پوهنځیو له ډلی څخه ده چی په ۱۳۹۲ کال د دوه دیپارتمنتونو (پری کلینیک او پارا کلینیک) په لرلو سره تاسیس او په ۱۳۹۳ کال د ۱۲۰ محصلینو په جذب سره یی رسما خپل اکادمیک فعالیت شروع کړ.

د تاسیس څخه تر اوسه پوری سره د موجوده ستونزو چی د کدرونو د کمبود او همدارنګه د تجهیزاتو له پلوه د کمو امکاناتو سره مخ ده، دی علمی بنسټ وکولی شو چی خپلی دندی او مسولیتونه په ښه شکل درک او د خپلو متعهده او مخلیصو همکارانو په لرلو سره خپلی روزمره چاری پر مخ بوزی.

د وترنری علومو پوهنځی موخی

  1. د  بشری منابعو پیاوړتیا په موخه د علمی کیفیت وده او پرمختګ
  2. د ښوونیزو، علمي څیړنیزو او خدمتي فعالیتونو پر مخ وړل
  3. په لوړ مسلکی مهارتونو سمبال ځوان وترنرانو روزنه چی وکولی شی د هیواد حیوانی روغتیا سکټور کی شته ستونزی حل کړی (تشخیص، مخنیوی او درملنه) او د څارویو محصولات لوړ لاړ شی.
  4. د وترنری او مالداری په مختلفو څانګو کی د لوړو مسلکی زده کړو ته زمینه برابرول
  5. د وترنرانو او فارمدارانو لپاره د دوامداره مسلکی او تخنیکی زده کړو زمینه برابرول
  6.  د یو علمی مسول بنسټ په حیث بزګرانو ته د څارویو د روغتیایی خدمتونو، مشورو ورکولو او لابراتواری تشخیص د برابرولو په موخه د یوه ځانګړي مرکز په توګه کار کول
  7.  د څارویو د روغتیا او د هغوی د محصولاتو د زیاتوالي لپاره غوره روزنه
  8. د استادانو د علمی ظرفیت د لوړولو په موخه د تعلیمی اسانتیاو چمتو کول

تعلیمی پروګرامونه

 د کندز پوهنتون د وترنری علومو پوهنځی په پام کی لری چی د ذده کړو د کیفیت د لوړالی په پار څیړنیز کارونه، کلینیکی کارونه، لابراتورای تجربی، کتابخانه یی ذده کړی، لنډ مهال او اوږد مهاله کورسونه، ورکشاپونه، کنفرانسونه او همدرانګه د انلاین ذده کړو زمینه ذده کړیالانو ته برابره کړی.

 

د وترنری علومو پوهنځی دیپارتمڼتونه

د کندز پوهنتون وترنری علومو پوهنځی په خپل تشکیل کی پری کلینیک او پارا کلینیک دوه دیپارتمنتونه لری. د پری کلینیک دیپارتمنټ په رسمی ډول فعال او پارا کلینیک دیپارتمنټ د علمی کدرونو د کموالی له کبله تر دی مهاله په غیر رسمی ډول فعالیت کوی. د یادونی وړ ده چی وترنری علومو پوهنځی فارغین په عمومی شکل فارغوی نه د دیپارتمنت په سطحه.

د تدریس او ارزونی میتودونه

په یاده پوهنځی کی تدریس د کریدیت سیستم د لایحی او اصولو له مخی چی د لوړو ذده کړو وزارت لخوا ورکړل شوی صورت نیسی.

د تدریس او ذده کړو میتودونه په لاندی ډول دی

  • لکچر
  • ذده کړیزی ویدوګانی
  • د پایو پر بنسټ شاګرد محوری ذده کړی
  • جداګانه او ګروپی ذده کړیز بحثونه
  • په لابراتوار کی عملی کارونه
  • جداګانه او ګروپی سیمنارونه او پروژی
  • ساحوی ذده کړی

د تدریس د کیفیت  ارزونه په هر سمیستر په جریان کی په لاندی ډول صورت نیسی

  • ازمونه (ټولګی / نیمای / سمیستر وار او نهای ازموینه)
  • کورنی دنده
  • انفرادی او ګروپی سیمنارونه او پروژی
  • عملی کارونه او راپورونه

 

علمی کادری غړی

د کندز پوهنتون وترنری علومو پوهنځی لرونکی د نه (۹) علمی کدری غړو ده، چی تر دی مهال یی دری غړی لرونکی د ماستری سند او شپږ نور یی لرونکی د لسانس سند دی. همدارنګه دری غړی یی لرونکی د پوهنمل علمی رتبی او شپږ نور غړی یی لرونکی د پوهنیار علمی رتبی دی. د یادونی وړ ده چی دا مهال دری غړی د ماستری په برنامه کی عملآ مصروف په ذده کړو دی او یوه عضوه یی د دوکتورا ذده کړی هم پر مخ بیایی.

د وترنری علومو پوهنځی کمیټی

د وترنری علومو پوهنځی د روزمره دندو او مسولیتونو د لا ښه پر مخ وړلو لپاره لاندی شپږ کمیټی تشکیل کړی چی عبارت دی له:

  • د تضمین کیفیت کمیته
  • د نصاب کمیته
  • د ازموینو کمیته
  • د څیړنو کیمته
  • د تدقیق کمیته
  • ورزشی کمیته

 

د وترنری علومو پوهنځی د ذده کړیالانو تعداد

د وترنری علومو پوهنځی برحال ذده کړیالانو تعداد په روان ۱۴۰۱ کال کی ۲۴۴ نفرو ته رسیږی چی د ټولګیو په ترتیب سره عبارت دی له؛ اول تولګی ۶۰ نفره، دوهم ټولګی ۵۶ نفره، دریم ۳۷ نفره، څلورم ۵۰ نفره او پنځم تولګی ۴۱ نفرو ته رسیږی.

د وترنری علومو پوهنځی فعلی حالت

یاده پوهنځی لرونکی د یو مشترک تدریسی تعمیر د کمپیوتر ساینس پوهنځی سره لری چی په اوس وخت کی یاد تعمیر لرونکی د مجهز اوبو رسونی سیستم، برق او انترنتی خدمتونو لرونکی او عملا تری استفاده کیږی.

د یادونی وړ ده چی د دی پوهنځی پنځه واړه تولګی لرونکی د پروجیکتور او LCD دی. همدارنګه یاد تعمیر لرونکی د پوهنځی ریاست، د دیپارتمنتونو آمریتونو(پری کلینیک او پارا کلینیک)، د تدریسی معاونیت، د تدریسی مدیریت، اجرایه مدیریت، لابراتوار مدیریت، د کلینیک څانګی مدیریت او کتابخانی دی.