د کندوز پوهنتون مشرتابه او د سپين زر دولتي شرکت مسوولينو له لوري د همکارۍ هوکړه ليک لاسلیک شو.

kundoz_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱/۵ - ۸:۴۷
23

د کندوز پوهنتون مشرتابه او د سپين زر دولتي شرکت مسوولينو له لوري د همکارۍ هوکړه ليک لاسلیک شو.

سه شنبه 1444/8/28 ه ق چې د 1402 ه ش کال سره سمون لري د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي پوهنيار ضیاالدین سیرت او د سپين زر دولتي شرکت اجرايوي رئیس ښاغلي حفيظ الله فرياد دلا همغږۍ او همکاریو هوکړه ليک لاسلیک کړ.

د همکاريو یاد هوکړه ليک د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي پوهنيار ضیاالدین سیرت دسپين زر دولتي شرکت اجرايوي رئیس ښاغلي حفيظ الله فرياد د کندوز پوهنتون علمي چارو مرستيال پوهنيار غلام نبي څپاند ،د محصلینو چارو مرستيال ښاغلي پوهندوی عبداالقدوس اصولي او د سپين زر دولتي شرکت مالي او اداري چارو مرستيال ښاغلي رحمن الله رحماني په شتون د کندوز ولايت په سپين زر دولتي شرکت کې لاسليک شو.

د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي پوهنيار ضیاالدین سیرت د یاد هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال د کندوز ولايت د سپين زر دولتي شرکت مشرتابه څخه د منني ترڅنګ وویل چې زموږ علمي کادرونه د اړتیا په صورت ستاسو خدمت کې به اوسي.

همدارنګه د کندوز ولايت د سپين زر دولتي شرکت اجرايوي رئیس ښاغلی حفیظ الله فرياد او د دې شرکت مالي او اداري چارو مرستيال ښاغلي رحمن رحماني د کندوز پوهنتون مشرتابه په راتګ سره خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې موږ د دې علمي بنسټ د کادرونو څخه د اړتیا په وخت به سالمه استفاده وکړو، همدا راز يې د کندوز پوهنتون مشرتابه ته د هغو کړنو چې په روستيو کې يې د کندوز پوهنتون د لا پرمختګ په پار کړي مننه وکړه.

کندوز پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو مدیریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۲:۲۹
Background image

دیدگاه وماموریت پوهنتون کندز

د کندوز پوهنتون ليدلوری

کندوز پوهنتون ژمن دی چې د هيواد د ودې او پرمختيا په موخه د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې د تحصيلي، علمي، څېړنيزو او فکرپنځونې خدمتونو د ښه‌والي په برخه کې په ملي او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۱:۱۸
Background image

دیدگاه و ماموریت پوهنځی علوم وتر نری

دیدگاه

پوهنځي علوم وترنری پوهنتون کندز در راستای رشد سکتور مالداری کادر های ورزیده را از طریق تدریس معیاری به جامعه تقدیم نموده و در تلاش است که  منحیث یک نهاد علمی و تحقیقی معتبر در. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱ - ۱۶:۳۰
Background image

کندوز پوهنتون کې تازه ګومارل شوي ٣٨ تنه اداري کارمندانو لپاره د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو ریاست په همکارۍ درې٣ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو!

کندوز پوهنتون کې د تازه ګومارل شویو ٣٨ تنو اداري کارمندانو لپاره د ظرفیت لوړونې په موخه د (مامورینو چلند او اداري چارو مخ ته وړلو د څرنګوالي) تر نامه لاندې د ملکي خدمتونو او اداري. . .

BACK TO NEWS