په کندوز پوهنتون کې د فوټبال پيل شوې سيالۍ د ښوونې او روزنې پوهنځي په بري پای ته ورسېدې.

kundoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۵ - ۱۰:۱۲
cvb

په کندوز پوهنتون کې د فوټبال پيل شوې سيالۍ د ښوونې او روزنې پوهنځي په بري پای ته ورسېدې.

یادې سیالۍ څلور اونۍ وړاندې د کندوز پوهنتون داخلي چمن کې پيل شوې وې چې د ښوونې او روزنې پوهنځي لومړۍ د کرنې پوهنځي دوهم او د اقتصاد پوهنځي دریم مقام خپل کړ.

د یادو سياليو پای لوبې په مراسمو کې د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي پوهنيار ضیاءالدین سیرت، علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند، د محصلینو چارو مرستيال ښاغلي پوهندوی عبدالقدوس اصولي ،د پوهنځیو ښاغلو رئیس صاحبانو ، ښاغلو استادانو، د کندوز ولايت د فوټبال فدراسيون معاون خیر محمد خیراندیش ، اداري کارمندانو ،محصلینو او یوشمیر مدرسو حافظانو ګډون کړی وو.

په مراسمو کې د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي پوهنيار ضیاءالدین سیرت د سیالیو اتلې لوبډلې ته د مبارکۍ تر څنګ په خپلو خبرو کې وویل: ورزش د روغتیا ضامن دی، او ځوانان هغه قشر دي چې، پر مټ یې یوه سالمه ټولنه رامنځ ته کولای شو.

په پاي لوبې غونډه کې لومړی دوهم او دریم مقام پوهنځیو ته چمتو کړي کپونه او مډالونه د کندوز پوهنتون رهبرۍ له لوري ډالۍ شو.

نېټه: دوشنبه ، 23/11/1444 ه ق ، 22/3/1402 ه ش

د عامه پوهاوي اړیکو او نشراتو مدیریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۵
Background image

د کندز پوهنتون نړیوال علمي ژورنال په OpenAlex ډیټابیس کې هم شامل شو!


د کندز پوهنتون د علمي او څېړنیزو لاسته راوړنو په دوام کې، د پوهنتون نړیوال علمي ژورنال (Kunduz University International Journal of Islamic Studies and Social Sciences – KUIJIS) په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۲۴
Background image

د وردګ پوهنتون له لوري د عالیقدر مشرتابه حفظه‌الله د فرمانونو علمي ــ څېړنیز کنفرانس!

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ او اهتمام او د وردګ پوهنتون له لوري د عالیقدر مشرتابه حفظه‌الله د فرمانونو علمي ــ څېړنیز کنفرانس

ډېر ژر...

کنفرانس علمی ـ تحقیقی پیرامون فرامین عالیقدر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۳۰
Background image

په کندوز پوهنتون کې د بیت‌المال د ساتنې او له خیانت څخه د ځان ساتلو په اړه دیني درس وړاندې شو!

د ټاکل شوي مهال‌وېش له مخې، د شیخ صاحب امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمانونو د تطبیق په لړ کې نن د کندوز پوهنتون په مسجد کې د بیت‌المال د ساتنې او له خیانت څخه د ځان ساتلو په اړه علمي او. . .

BACK TO NEWS