کندز پوهنتون د محصلینو لپاره د کمپیوټر زده کړې درې میاشتنی پروګرام پیل شو.

kundoz_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۳۰ - ۹:۲۸
123

کندز پوهنتون د محصلینو لپاره د کمپیوټر زده کړې درې میاشتنی پروګرام پیل شو.

یاد شوی پروګرام د کندوز پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو 80 تنو محصلینو ته د محصلینو خدماتو او انسجام آمریت له لوري د کمپیوټري مهارتونو د لوړولو په موخه پیل شو.

د دغه پروګرام په پیل کې د محصلینو چارو مرستيال ښاغلي پوهندوی عبدالقدوس اصولي او د محصلینو د خدماتو انسجام آمر ښاغلي صفی الله الکوزي ،محصلینو ته د مقرراتو په اړه معلومات ورکړل او له هغوۍ یې وغوښتل چې له دې پروګرام څخه اعظمي ګټه پورته کړي.

دغه پروګرام د دریو میاشتو لپاره دی چې په اونۍ کې درې ورځې به دوام مومي.

د محصلينو د خدمتونو د انسجام آمریت په روان تحصیلي کال کې د محصلینو د علمي او عملي ظرفیت د لوړولو په موخه نور پروګرامونه هم لري.

نېټه:یک شنبه 3/2/1445هق ، 29/5/1402ه ق

د عامه پوهاوي اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت