په کندوز پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت د درې ورځني دیني او اصلاحي سیمنار درېمه ورځ په کامیابۍ سره ترسره او یاد سمینار پای ته ورسېد
د سیمنار په دې ورځ کې د کندوز پوهنتون محترم رئیس، الحاج مولوي صاحب عبدالهادي همت، د کندوز ولایت په کچه محترمو علماءکرامو د پوهنتون مرستیالانو، د پوهنځیو رئیس صاحبانو، استادانو، د خصوصي پوهنتونونو استادانو، کارکونکو، او د دعوت او ارشاد مسولینو ګډون وکړ.
د سیمنار پیل د پوهنتون د دعوت او ارشاد مبلغ، ښاغلي مولوي بشیراحمد حبیبي، په تلاوت سره وشو.
ورپسې، د کندوز ولایت د امام قتیبه بن سعید(رح) دیني جامعه محترم استاد مفتي صاحب محمد ابراهیم سراج په خپل بیان کې (د استاد مقام او مسؤلیت د محصلانو او نظام پر وړاندې) تر سرلیک لاندې هر اړخیز بحث وړاندې کړ.
وروسته د کندوز پوهنتون محترم رئیس الحاج مولوي صاحب عبدالهادي همت د تقلید حکم او (د امام ابو حنیفه رح مناقب او مذهب) تر عنوان لاندې هر اړخیز بیان وړاندې کړو.
په دریمه برخه کې د کندوز ولایت مقام د کارکونکو چارو محترم رئیس الحاج مولوي صاحب ګلبدین حنفي ( د جهاد فضائل اهمیت او د مسلمانانو د ضعف اسباب) په برخه کې هر اړخیز بیان د سیمنار ګډونوالو ته وړاندې کړو.
ورپسې د کندوز ولایت د علماوو شورا محترم غړي ښاغلي شیخ صاحب ممتازالله آغا خپل بیان (د اتفاق اتحاد اهمیت او د تعصباتو زیانونو) تر عنوان لاندې بیان وړاندې کړو.
یاد سمینار د ټولو ګډونوالو لپاره ډېر ګټور او اغیزمن و چې د هغوی د خوښۍ او علمي پوهې د لا ډېروالي لامل وګرځېد.
د سیمنار درېمه ورځ د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده
