په کندوز پوهنتون کې د قرآن کریم د ژباړې او تفسیر درس وړاندې شو!
د قرآن کریم د ژباړې او تشریح د علمي او دیني لړۍ په دوام، نن د کندوز پوهنتون په مسجد کې د قرآن کریم د مبارکو آیتونو د معناوو او مفاهیمو په اړه علمي او دیني درس وړاندې شو
دغه درس د کندوز پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي رئیس، مولوي نصرالله اخندزاده، له لوري وړاندې شو. نوموړي د ټاکل شویو آیتونو ژباړه او تشریح وړاندې کړه او د قرآني لارښوونو د معنا، مفهوم او په ورځني ژوند کې د هغو د عملي کولو پر اهمیت یې خبرې وکړې
په دغه درس کې د پوهنتون د رهبرۍ غړو، استادانو، اداري کارکوونکو او ګڼ شمېر محصلانو ګډون کړی و
یاد علمي او دیني درس د دعا په کولو سره پای ته ورسېد
