د کندوز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو څانګې محصلینو ته ساحوي څيړنې پینځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورس

kundoz_admin
Thu, Sep 21 2023 12:44 PM
2471

د کندوز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو څانګې محصلینو ته ساحوي څيړنې پینځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېده.

په دې پينځوو ورځو کې لومړی دوې ورځې د ښوونې او روزنې پوهنځي د فزيک څانګې آمر پوهنمل شفيع الله رحماني له‌خوا محصلانو ته پوښتنپاڼو جوړولو اصول، په څېړنه کې د نمونو انتخاب، د څېړنيزې رسالې (مونوګراف) ترتيب باندې لکچر او عملي کار وشو.

ورپسې درې ورځې د کندوز پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي استاد پوهنيار دوکتور خالد خاورين لکچر ورکړ . دوکتور خاورين محصلانو ته مالوماتو راټولولو لارې-چارې او د راټولو شويو مالوماتو شنلو اصول وښودل.

استاد خاورين محصلانو ته په عملي ډول د ځينو پوښتنپاڼو د مالوماتو شنل وښودل او محصلانو ته د (SPSS) پوستکالي په مرسته د مالوماتو شنلو اصول تشريح کړل.