د کندوز پوهنتون رهبرۍ په ابدان دښته کې د دې علمي بنسټ اړوند ودانیو له رغنيزو چارو څخه لیدنه وکړه

kundoz_admin
Sun, Sep 24 2023 10:24 AM
3765

د کندوز پوهنتون رهبرۍ په ابدان دښته کې د دې علمي بنسټ اړوند ودانیو له رغنيزو چارو څخه لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي الحاج م و ل و ي صاحب عبدالهادي همت ترڅنګ د علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند ، د محصلینو چارو مرستيال ښاغلي پوهندوی عبدالقدوس اصولي ، مالي او اداري چارو مرستيال ښاغلي قاري محمد امير صادق یې هم ملتیا کوله د کندوز ولايت په ابدان دښته کې د دې علمي بنسټ له پنځګونو ودانيو رغنيزو چارو څخه لیدنه وکړه چې کارونه یې بشپړېدو ته نږدې شوي دي.

د کندوز پوهنتون رهبرۍ په یاده لیدنه کې د پروژې ترسره شوي کارونه ښه و ارزول او په نیمګړتیاوو یې قراردادیانو ته د ژرتر ژره عملي ګامونو اخيستلو يادونه وکړه.