د کندوز پوهنتون رهبرۍ -د پوهنتون استادانو ،خصوصي پوهنتونونو استادانو د کندوز ولايت محترم والي صاحب سره وکتل

kundoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۴ - ۱۴:۵۱
12

د کندوز پوهنتون رهبرۍ -د پوهنتون استادانو ،خصوصي پوهنتونونو استادانو د کندوز ولايت محترم والي صاحب سره وکتل.

شنبه ۱۴۴۴/۸/۱۳ چې ۱۴۰۱/۱۲/۱۳ نېټې سره سمون لري د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي پوهنيار ضیاالدین سیرت په مشرۍ د پوهنځیو رئيس صاحبانو ، محترمو استادانو ، د خصوصي پوهنتونونو محترمو استادانو او مسؤلینو د کندوز ولايت محترم والي م و ل و ي صاحب نثار احمد نصرت سره د کندوز ولايت مقام د غونډو په تالار کې وکتل.

غونډه د کندوز ولايت د دفتر رئیس ښاغلي م و ل و ي صاحب عبدالغفور شهیدزوی په ښه راغلاست او وینا سره پیل شوه.

ورپسې د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي پوهنيار ضیاالدین سیرت د غونډې اجنډا اړوند د ۱۴۰۱ ل کال کلنی راپور له ولايت مقام او ګډونوالو سره شریک کړ.

په غونډه کې د کندوز پوهنتون د استادانو په نمایندګۍ د کندوز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنيار سيد کمال معنوي د استادانو شته ستونزې او مشکلات د کندوز ولايت مقام سره شریک کړل.

په غونډه کې څو نور ګډونوالو هم د اجنډا اړوند اړينې ویناوې وکړلې.

ياده غونډه د کندوز ولايت محترم والي م و ل و ي صاحب نثار احمد نصرت ، په منندوی ،وینا او دعاء پای ته ورسېده.

د کندوز پوهنتون عامه پوهاوي او اړیکو مدیریت

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۲:۲۹
Background image

دیدگاه وماموریت پوهنتون کندز

د کندوز پوهنتون ليدلوری

کندوز پوهنتون ژمن دی چې د هيواد د ودې او پرمختيا په موخه د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې د تحصيلي، علمي، څېړنيزو او فکرپنځونې خدمتونو د ښه‌والي په برخه کې په ملي او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۱:۱۸
Background image

دیدگاه و ماموریت پوهنځی علوم وتر نری

دیدگاه

پوهنځي علوم وترنری پوهنتون کندز در راستای رشد سکتور مالداری کادر های ورزیده را از طریق تدریس معیاری به جامعه تقدیم نموده و در تلاش است که  منحیث یک نهاد علمی و تحقیقی معتبر در. . .

BACK TO NEWS