د کندوز پوهنتون داخلي سړک د کانکریټ‌ریزي عملي چارې رسماً پیل شوې

kundoz_admin
Thu, Jan 15 2026 10:00 AM
 کندوز پوهنتون داخلي سړک د کانکریټ‌ریزي عملي چارې رسماً پیل شوې

د کندوز پوهنتون د داخلي سړک د کانکریټ‌ریزي پروژه چې ارزښت یې یو میلیون (۱,۰۰۰,۰۰۰) افغانۍ دی، په رسمي ډول خپل عملي پړاو ته داخل شوې. دغه پروژه چې نږدې یو میاشت وړاندې یې تدارکاتي او تخنیکي چمتووالی بشپړ شوی و، اوس د ساحې په سطحه په عملي ډول روانه ده.

دغه پروژه د پوهنتون د تګ راتګ د سهولتونو د ښه‌والي، د محصلینو او استادانو لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کولو، او د پوهنتون د بنسټیزو داخلي تأسیساتو د پیاوړتیا په موخه طرحه او عملي کېږي.

مولوي کمال‌الدین منیب، د کندوز پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال، د کانکریټ‌ریزي له روانو چارو څخه لیدنه وکړه.

 نوموړي د کار د مختلفو برخو تخنیکي وضعیت د نږدې څخه وڅېړه، د کار کیفیت یې وارزاوه او مسؤلینو ته یې لازمې سپارښتنې وړاندې کړې. هغه ټینګار وکړ چې د کار سرعت باید د پلان مطابق وساتل شي او کیفیت په ټولو برخو کې په جدي ډول مراعت شي.

د پروژې تخنیکي مسؤلینو وویل چې کانکریټ‌ریزي د معیاري اصولو مطابق پیل شوې او هڅه کیږي چې پروژه په ټاکل شوي وخت کې په ښه کیفیت سره بشپړه شي او د پوهنتون د کارکوونکو او محصلینو لپاره د استفادې وړ وګرځي.

د دې پروژې له بشپړېدو وروسته به د پوهنتون د داخلي خدماتو او تګ راتګ اسانتیاوې په څرګند ډول ښې شي، او د پوهنتون چاپېریال به یو بل پړاو پرمختګ تجربه کړي

Latest news

Wed, Sep 09 2026 8:52 AM
Background image

د «نمر» خصوصي پوهنتون د څلورم ټولګي د محصلانو د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د پسرلني سمستر د پایلو جدول چمتو او د محصلانو د خبرتیا لپاره خپرېږي

له ټولو اړوندو محصلانو څخه غوښتنه کېږي چې خپل نتایج په لاندې جدول کې وګوري

جدول نتایج محصلان صنف چهارم پوهنتون خصوصی «نمر» مربوط به سمستر بهاری سال ۱۴۰۳ هـ.ش ترتیب و به منظور اطلاع. . .

Wed, Jul 15 2026 1:20 PM
Background image

د کندوز پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي د نوښتونو او څېړنیزو پروژو نندارتون ترسره شو چې پکې ۴۲ تنه محصلان او د پوهنځي ټول استادان تقدیر شول

د1405 هـ .ش کال د چنګاښ 24 مه، چهارشنبه، د کندوز پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي له لوري د محصلانو د کمپیوټري پروګرامونو، نوښتونو او څېړنیزو پروژو نندارتون د پوهنتون د رئیس، الحاج مولوي. . .

Mon, Apr 06 2026 1:16 PM
Background image

جلسۀ نوبتی شورای علمی معاونیت امور علمی پوهنتون کندز تدویر گردید!

جلسه نوبتی شورای علمی پوهنتون کندز به تاریخ ۱۴۰۵\۱\۱۷هـ ش مطابق ۱۸\۱۰\۱۴۴۷ هـ قبه رهبری  محترم پوهنیار ضیاوالدین سیرت معاون امور محصلان  و سرپرست  پوهنتون کندز  با حضور  اعضای  شورای. . .

BACK TO NEWS