د کندوز پوهنتون محصلانو ترمنځ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د پنځو فرمانونو د کتاب لوستنې د پایلو او جایزو وېش غونډه ترسره شوه!
د کندوز پوهنتون د محصلانو ترمنځ د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ هبتالله اخوندزاده حفظهالله تعالی د پنځو فرمانونو د کتاب لوستنې او مطالعې د پایلو او غوره محصلانو ته د جایزو او تقدیرنامو د وېش په موخه غونډه ترسره شوه
په دې غونډه کې د کندوز پوهنتون د علمي چارو مرستیال قاضي عبدالهادي فضلي، د محصلانو چارو مرستیال مولوي کمالالدین منیب، د پوهنځیو رئیس صاحبانو او ګڼ شمېر محصلانو ګډون کړی و
غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه
ورپسې د کندوز پوهنتون د علمي چارو مرستیال قاضي عبدالهادي فضلي د غونډې د پیل وینا وکړه
نوموړي په خپلو خبرو کې ځوانان د ټولنې د ملا د تیر په څېر مهم وبلل او ویې ویل چې ځوان نسل د هېواد د راتلونکي په جوړولو کې مهم مسئولیت لري. نوموړي له محصلانو وغوښتل چې د علمي زدهکړو ترڅنګ مطالعه پراخه کړي، په بېلابېلو برخو کې خپل معلومات زیات کړي او د هېواد د پرمختګ لپاره ځانونه چمتو کړي
قاضي عبدالهادي فضلي د اسلامي تاریخ د بېلابېلو دورو او بریالیو اسلامي پېښو یادونه هم وکړه او محصلانو ته یې د بېلګې په توګه وړاندې کړې. نوموړي همداراز د اسلامي فرهنګ د ارزښت په اړه خبرې وکړې او پر دې یې ټینګار وکړ چې ځوانان دې خپل سیرت او ژوند د نبي کریم صلیالله علیه وسلم له سنتو سره برابر کړي
ورپسې د کندوز پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مولوي کمالالدین منیب خبرې وکړې
نوموړي محصلانو ته ښه راغلاست ووایه او د پنځو فرمانونو د کتاب لوستنې په ازموینه کې یې ټولو ګډونوالو ته د هڅو له امله مبارکي ورکړه
مولوي کمالالدین منیب وویل، هېواد راتلونکي ته داسې پیاوړو او بااستعداده ځوانانو ته اړتیا لري چې د علم او پوهې له لارې د هېواد په پرمختګ کې خپل مسئولیت ادا کړي. نوموړي له محصلانو وغوښتل چې خپلې علمي وړتیاوې لا پیاوړې کړي، هر اړخیزه مطالعه وکړي او خپل ارزښتناک وخت په بېځایه خبرو او کارونو تېر نه کړي
د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ هبتالله اخوندزاده حفظهالله تعالی د پنځو فرمانونو د محتوا او ارزښت په اړه د کندوز پوهنتون د ۴۰۰ محصلانو ترمنځ رقابتي ازموینه اخیستل شوې وه. د ازموینې د شفافیت او نظم د تأمین په موخه ځانګړې کمېټه ټاکل شوې وه چې د ټولو محصلانو د ازموینې پاڼې یې په شفاف ډول وکتلې او د پایلو له مخې یې نهه تنه محصلان د غوره محصلانو په توګه وپېژندل
