کندوز پوهنتون کې د کانکور آزموینې ګډونوالو د بایومتریک بهیر پیل شو

kundoz_admin
کندوز پوهنتون کې د کانکور آزموینې ګډونوالو د بایومتریک بهیر پیل شو

د آزموینو عمومي ادارې له لوري د کندوز ولایت لپاره د کانکور آزموینې عمومي سرټیم ښاغلي مولوي ذکرالله ذاکر او د کندوز زون د آزموینو محترم آمر ضیاءالرحمن «بسام» په همغږۍ، د کانکور آزموینې د ګډونوالو د بایومتریک بهیر نن سه‌شنبه په کندوز پوهنتون کې په رسمي ډول پیل شو.

د معلوماتو له مخې، د بایومتریک پروسه به د سه‌شنبې او چهارشنبې په ورځو کې ترسره کېږي، او د کانکور آزموینه به د پنجشنبې او جمعې په ورځو کې واخیستل شي.

همدارنګه د کانکور آزموینې ټولو ګډونوالو ته خبر ورکول کېږي، هغه ګډونوال چې د آزموینې په کارتونو کې یې د “لومړۍ ورځې” یادونه شوې وي، آزموینه به یې د پنجشنبې په ورځ ترسره کېږي، او هغه ګډونوال چې په کارتونو کې یې د “دویمې ورځې” یادونه شوې وي، آزموینه به یې د جمعې په ورځ واخیستل شي.

نېټه: سه شنبه،

۱۴۰۵/۲/۲۹ هـ ش

 

Latest announcements

Tue, May 19 2026 1:30 PM
Background image

کندوز پوهنتون کې د کانکور آزموینې ګډونوالو د بایومتریک بهیر پیل شو

د آزموینو عمومي ادارې له لوري د کندوز ولایت لپاره د کانکور آزموینې عمومي سرټیم ښاغلي مولوي ذکرالله ذاکر او د کندوز زون د آزموینو محترم آمر ضیاءالرحمن «بسام» په همغږۍ، د کانکور آزموینې د . . .

Thu, Mar 05 2026 1:33 PM
Background image

اطلاعیه آغاز سمستر بهاری سال 1405

به اطلاع تمام محصلان پوهنتون کندز رسانیده می‌شود که دروس سمستر بهاری سال ۱۴۰۵ هـ ش به تاریخ ۱۶ حوت سال جاری آغاز می‌گردد. از تمامی محصلان تقاضا می‌شود در وقت معین در صنوف درسی خویش حاضر . . .

Back to announcements