کندوز پوهنتون کې د( ١٤٠٣ ه ش) کال د کانکورعمومي آزموینه پیل شوه.

kundoz_admin
Thu, Jun 27 2024 11:43 AM
کندوز پوهنتون کې د( ١٤٠٣ ه ش) کال د کانکورعمومي آزموینه

د کانکور عمومي آزموینه نن سهار د کندوز پوهنتون رئیس محترم الحاج مولوی عبدالهادی همت صاحب او ښاغلو  مرستیالانو، د دغه ولایت د پوهنې ریاست تدریسي چارو مرستیال ښاغلی قاری رحیم ګل احمدي، د آزموینو کمېټې محترمو استازو، محصلینو او د یو شمېر رسنیو استازو په ګډون د یوې لویې غونډې په ترڅ کې پیل شوه.

د غونډې په سر کې د کندوز پوهنتون رئیس محترم الحاج مولوی عبدالهادی همت صاحب د دغه اکاډمیک مرکز هغو استادانو ته چې د آزموینې مسؤلیت پرغاړه لري په خپلو ویناوو کې یې دوی  ټول خپلو دندو او ورکړل شوو مسؤلیتونو ته متوجه کړل او سپارښتنه یې وکړه چې د آزموینې بهیر څخه په ښه توګه څارنه وکړي. 

ورپسې د آزموینو ملي کمېټې څخه د کندوز ولایت کانکور آزموینې لپاره راغلی استازی ښاغلی بریالی بهیر صاحب ګډونوالو ته د کانکور اړوند هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. 

د نوموړي په وېنا د کانکور آزموینه په ٥ پنځه پړاوونو وېشل شوې ده چې کندوز ولایت یې په دریم پړاو کې قرار لري او په ټول هیواد کې به ټولټال ٩٠ زره کسان او په کندوز ولایت کې به( ٢٣٨٦) ګډونوال د ٢ دوه ورځو په لړ کې دغه آزموینه کي رقابت ترسره کوي. 

د غونډې په پای کې د کندوز پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلی مفتی صاحب عبدالکریم امیري د خیر دعا څخه وروسته د کانکور آزموینې اړوند پوښتنو صندوقونه د کندوز پوهنتون رهبري غړو، د پوهنې ریاست او د آزموینوکمېټې استازو له لورې د غونډې ټولو ګډونوالو ترمخ پرانیزل شول.

ورځ: پنجشنبه

نېټه: ١٤٤٥/١٢/٢٠ ق- ١٤٠٣/٤/٧ ه ش 

د عامه پوهاوي عمومي مدیریت

Latest news

Mon, Nov 06 2023 10:39 AM
Background image

جلسه تحقیقات علمی ماهوار از سوی معاونیت تحقیقات علمی پوهنتون کندز برگزار شد

جلسه تحقیقات علمی ماهوار از سوی معاونیت تحقیقات علمی پوهنتون کندز برگزار شد.

جلسه تحقیقاتی درتالارآمریت انکشاف مسلکي استادان (PDC)پوهنتون کندز به رهبری پوهنوال ډاکټر خیبر سیفي معاون. . .

Mon, Nov 06 2023 10:27 AM
Background image

کندوز پوهنتون رهبرۍ له لوري د خصوصي پوهنتونونو لپاره د دعوت او ارشاد آمرینو څخه ازموينه واخيستل شوه

کندوز پوهنتون رهبرۍ له لوري د خصوصي پوهنتونونو لپاره د دعوت او ارشاد آمرینو څخه ازموينه واخيستل شوه

د کندوز پوهنتون رهبرۍ د‌ لوړو زده کړو محترم وزارت په هدایت د دې ولايت 5 خصوصي. . .

BACK TO NEWS