هغه درې ورځنی ورکشاپ چې په لوړو زده کړو وزارت کې د پوهنتونونو د مسلکي پراختیا او څیړنو آمریتونو آمرانو ته د ظرفیتونو د لوړولو تر سرلیک لاندې جوړ شوی وو، په لاندې موضوعاتو یاد شوي ورکشاپ کې په بریالیتوب سره پای ته ورسید.

kundoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۱ - ۱۰:۱۹
345

هغه درې ورځنی ورکشاپ چې په لوړو زده کړو وزارت کې د پوهنتونونو د مسلکي پراختیا او څیړنو آمریتونو آمرانو ته د ظرفیتونو د لوړولو تر سرلیک لاندې جوړ شوی وو، په لاندې موضوعاتو یاد شوي ورکشاپ کې په بریالیتوب سره پای ته ورسید.

په اکاډمیکو بنسټونو کې د PDC ارزښت، د نړیوالو ژورنالونو د جوړولو لپاره د حل لارې موندل، د د PDC آمریت کارمندانو لپاره اړین مسلکي مهارتونه، د PDC طرزالعمل مسوده رامینځته کول، د PDC په مرسته د څیړنې او د هغې د حل لارې او د PDC سم مدیریت په اړه هراړخیز بحثونه وشول.

له درې ورځني ورکشاپ وروسته د تحصیلي بنسټونو د مسلکي ودې او څېړنو آمریتنو آمر صاحبانو په دغه ورکشاپ کې تدریس شوي مهارتونه زده کړل او په پای کې ورکشاپ د لوړو زده کړو علمي معاون ښاغلي دکتور خیرالله خیرخواه، د تقرر او ترفیعاتو رئیس، ښاغلي انجنیر مفتاح الدین عزام او یو شمیر نورو مسوولينو له لوري ګډونوالو ته د ستاینلیکونو په ورکولو سره پای ته ورسید.

یادونه: یاد سمینار 27/4/1402 ه ش

د عامه پوهاوي اړیکو او نشراتو مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۳۰
Background image

په کندوز پوهنتون کې د بیت‌المال د ساتنې او له خیانت څخه د ځان ساتلو په اړه دیني درس وړاندې شو!

د ټاکل شوي مهال‌وېش له مخې، د شیخ صاحب امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمانونو د تطبیق په لړ کې نن د کندوز پوهنتون په مسجد کې د بیت‌المال د ساتنې او له خیانت څخه د ځان ساتلو په اړه علمي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۴۲
Background image

په کندوز پوهنتون کې د اسلامي نړۍ د سیاسي وضعیت په اړه د ښوونې او روزنې پوهنځي محصلانو ته سیمینار وړاندې شو!

د کندوز پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د ښوونې او روزنې پوهنځي محصلانو ته د «د اسلامي نړۍ سیاسي وضعیت» تر عنوان لاندې سیمینار وړاندې شو

په دغه سیمینار کې د اسلامي نړۍ د اوسني. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۳۱
Background image

د کندوز پوهنتون محصلانو ترمنځ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د پنځو فرمانونو د کتاب لوستنې د پایلو او جایزو وېش غونډه ترسره شوه!

د کندوز پوهنتون د محصلانو ترمنځ د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ هبت‌الله اخوندزاده حفظه‌الله تعالی د پنځو فرمانونو د کتاب لوستنې او مطالعې د پایلو او غوره محصلانو ته د جایزو او تقدیرنامو د. . .

BACK TO NEWS