په کندوز پوهنتون کې پيل شوې 10 اوریزه کرکټ سيالۍ د ښوونې او روزنې پوهنځي په بري پای ته ورسېدې

kundoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۴ - ۹:۵۷
ytfhr

په کندوز پوهنتون کې پيل شوې 10 اوریزه کرکټ سيالۍ د ښوونې او روزنې پوهنځي په بري پای ته ورسېدې.

یادې سیالۍ لس ورځې وړاندې د کندوز پوهنتون پيل شوې وې چې د ښوونې او روزنې پوهنځي لومړۍ د کرنې پوهنځي دوهم او د وترنرۍ علومو پوهنځي پوهنځي دریم مقام خپل کړ.

د یادو سياليو پای لوبې په مراسمو کې د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي الحاج م و ل و ي صاحب عبدالهادي همت ، علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند، د محصلینو چارو مرستيال ښاغلي پوهندوی عبدالقدوس اصولي ،د پوهنځیو ښاغلو رئیس صاحبانو ، ښاغلو استادانو ، اداري کارمندانو ،محصلینو ګډون کړی وو.

په مراسمو کې د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي الحاج م و ل و ي صاحب عبدالهادي همت ترڅنګ د علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند او د محصلینو چارو مرستيال ښاغلي پوهندوی عبدالقدوس اصولي د سیالیو اتلې لوبډلې ته د مبارکۍ تر څنګ د سیالیو ستونزې او لاسته راوړنې له ګډونوالو سره شریکې کړې .

په پاي لوبې غونډه کې لومړی دوهم او دریم مقام پوهنځیو ته چمتو کړي کپونه او مخکښو کسانو مډالونه د کندوز پوهنتون رهبرۍ له لوري ډالۍ شو.

نېټه: دوشنبه ، 10/3/1445 ه ق ، 3/7/1402 ه ش

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۸:۴
Background image

! دامیر المومنین حفظه الله تعالی ورعا فرمان دناسم رواجونو مخنیوی په اړه

بِسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیم

الحمدلله ربِّ العالمین والصَّلوه والسلام علی سیِّد المرسلین و علی آله و أصحابه أجمعین.

 

 الله تعالی دین چې خاتم النبیین حضرت محمد صلی الله علیه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۲:۲۹
Background image

دیدگاه وماموریت پوهنتون کندز

د کندوز پوهنتون ليدلوری

کندوز پوهنتون ژمن دی چې د هيواد د ودې او پرمختيا په موخه د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې د تحصيلي، علمي، څېړنيزو او فکرپنځونې خدمتونو د ښه‌والي په برخه کې په ملي او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۱:۱۸
Background image

دیدگاه و ماموریت پوهنځی علوم وتر نری

دیدگاه

پوهنځي علوم وترنری پوهنتون کندز در راستای رشد سکتور مالداری کادر های ورزیده را از طریق تدریس معیاری به جامعه تقدیم نموده و در تلاش است که  منحیث یک نهاد علمی و تحقیقی معتبر در. . .

BACK TO NEWS