د محصلينو چارو مرستيال په مشرۍ د آزموینې کمېټې ناسته ترسره شوه

kundoz_admin
Wed, Nov 01 2023 11:36 AM
456ytr

د محصلينو چارو مرستيال په مشرۍ د آزموینې کمېټې ناسته ترسره شوه.

د کندوز پوهنتون د محصلینو چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار ضیاءالدین سیرت صاحب په مشرۍ او د کندوز پوهنتون د آزموینې منشي ښاغلي پرويز سیفي په ګډون د کمېټې ښاغلو‌ غړو خزاني سمیستر لپاره د آزموینې کمېټې ناسته د کندوز پوهنتون د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

د کندوز پوهنتون د محصلینو چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار ضیاءالدین سیرت د کمېټې ښاغلو غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د پوهنځیو د اړتیا وړ موادو او چمتووالي او دغه راز يې د ازموينې کمېټې ته دنده ورکړه چې د ازموينې بهیر په سم ډول وڅاري او د لا ښه سمون موخه ورته اړینې سپارښتنې وکړې.

په آزاد بحث کې د کمېټې ښاغلو غړو له لوري وړاندیزونه، نظرونه واورول او اړینې پرېکړې وشوې.

یک شنبه: 7/4/1444ه ق ، 30/7/1402ه ش