د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین ښاغلی قاری محمد یونس راشد له خوا د (ځوانانو روښانه راتلونکی)

kundoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۰ - ۱۳:۱
20

د یکشنبې په ورځ (۶/۴/۱۴۴۴ هـ ق) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین ښاغلی قاری محمد یونس راشد له خوا د (ځوانانو روښانه راتلونکی) تر سرلیک لاندې د کندوز پوهنتون د اقتصاد په تالار کی سمینار جوړ شو.

یاد سمینارکې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو معين ښاغلي قاري محمد يونس راشد د کندوز والي ښاغلی مولوي نثار احمد نصرت، د کندوز پوهنتون رئیس ښاغلی ضیاءالدین سیرت، د کندوز ولایت د اطلاعاتو اوکلتور رئیس ښاغلی مطیع الله روحاني، کندوز ولایت د راډیو ټلویزیون آمر ښاغلی شجاعت خادم، د دغه پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهندوهبدالقدوس اصولي، استادانو، دخصوصی پوهنتونو او موسسات ښاغلورئیسانو اومحصیلنو کارکوونکو، مجاهدینو، او د دې ولایت ګڼ شمېر ځوانانو په ګډون تر سره شو .

غونډه د قران عظیم الشأن په مبارکو آیاتو تلاوت سره پیل شوه. ورپسې د ځوانانو چارو معین موضوع په اړه خبرې وکړې او د ځوانانو ستونزې یې مخامخ واوریدی او د همکارۍ ژمنه یې وکړه. په ازاد بحث کې په مختلفو برخوکې لکه فرهنګ، پوهنې، په حکومتولۍ کې د ځوانانو ونډه ، د کاري چاپېریال رامنځته کولو، ځوانانو لپاره د منظم انکشافي پروګرامونو برابرول، د هېواد د ځوانانو لپاره ا.ا.ا حکومت له خوا د باور او اقتصادی د پروګرامونو پر جوړولو ازاد بحث او نظرونو تبادله شول .... ښاغلي معین صاحب د ځوانانو پوښتنو ته ښه هیله بښونکی ځوابونه ورکړل.

د کندز والي محترم مولوي نثار احمد نصرت د ځوانانو ستونزې واوریدې او ژمنه یې وکړه د ځوانانو ستونزو په حل کې به هر اړخیزه همکاري وکړم. د کندز پوهنتون رئیس ښاغلی ضیاءالدین سیرت د موضوع په اړه هر اړخیزه توګه خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه، چې د ځوانانو د ستونزو په حل کې په موقع اوترخپل وس هلی ځلی کوي .

غونډه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین ښاغلي قاری محمد یونس راشد په دعاء سره پای ته ورسیده.

د کندز پوهنتون مطبوعات

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۳۱
Background image

د کندوز پوهنتون محصلانو ترمنځ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د پنځو فرمانونو د کتاب لوستنې د پایلو او جایزو وېش غونډه ترسره شوه!

د کندوز پوهنتون د محصلانو ترمنځ د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ هبت‌الله اخوندزاده حفظه‌الله تعالی د پنځو فرمانونو د کتاب لوستنې او مطالعې د پایلو او غوره محصلانو ته د جایزو او تقدیرنامو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۳۹
Background image

په کندوز پوهنتون کې د شیخ صاحب امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمانونو د تطبیق په لړ کې د اتمې اونۍ درس ترسره شو

د ټاکل شوي مهال‌وېش له مخې، د شیخ صاحب امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمانونو د ارزښت، محتوا او عملي تطبیق په اړه د اتمې اونۍ درس د کندوز پوهنتون په مسجد کې د پوهنتون رئیس الحاج مولوي صاحب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۹
Background image

دکندوز پوهنتون کې د ۱۴۰۵ هـ ش کال د شپږمې دورې علمي شورا غونډه ترسره شوه

د کندوز پوهنتون د ۱۴۰۵ هـ ش کال د شپږمې دورې علمي شورا غونډه د پوهنتون د رئیس الحاج مولوي عبدالهادي همت په رهبري ترسره شوه

په یادې غونډه کې د کندوز پوهنتون رئیس الحاج مولوي عبدالهادي. . .

BACK TO NEWS