د کرنې پوهنځي په شمول ستوماتولوژي ، وترنرۍ او حقوقو پوهنځي رئیس صاحبانو خپل کلني علمي اکاډمیکو فعاليتونو راپور وړاندې کړ.

kundoz_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱/۱۹ - ۸:۵۷
as

د کرنې پوهنځي په شمول ستوماتولوژي ، وترنرۍ او حقوقو پوهنځي رئیس صاحبانو خپل کلني علمي اکاډمیکو فعاليتونو راپور وړاندې کړ.

چهارشنبه 1444/9/13ه ق چې د 1402/1 له 16 نېټې سره سمون لري دکندوز پوهنتون علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند په مشرۍ دحقوقو،کرنې (زراعت)،ستوماتولوژۍ او وترنرۍ پوهنځیو رئیس صاحبانو خپل کلني، علمي او اکاډميک فعاليتونو راپور په خپل وار سره په ډېر ښه شکل سره وړاندې کړل.

د کندوز پوهنتون د علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند د پوهنځیو محترمو رئیس صاحبانو څخه د دوی د کړو خدمتونو په پار د مننې ترڅنګ وويل،‌ ځوان او زیرک محصلینو ته پروژې ورکړئ ترڅو دخپلو درسونو ترڅنګ ابتکاري څېړنې وکړي چې په دې برخه کې د کندوز پوهنتون رهبرۍ تاسو علمي کادرونو ته د امکان تر حده همکاري کوي او ستاسو ترشا ولاړ دي.

په آزاد بحث کې د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي پوهنيار ضیاالدین سیرت ، د علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند ، محصلینو چارو مرستيال ښاغلي پوهندوی عبداالقدوس اصولي د ګډونوالو نیک او سالم نظرونه،وړاندېزونه په ډېر غور سره واورېدل.

د کندوز پوهنتون عامه پوهاوي او اړیکو مدیریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۵
Background image

د کندز پوهنتون نړیوال علمي ژورنال په OpenAlex ډیټابیس کې هم شامل شو!


د کندز پوهنتون د علمي او څېړنیزو لاسته راوړنو په دوام کې، د پوهنتون نړیوال علمي ژورنال (Kunduz University International Journal of Islamic Studies and Social Sciences – KUIJIS) په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۲۴
Background image

د وردګ پوهنتون له لوري د عالیقدر مشرتابه حفظه‌الله د فرمانونو علمي ــ څېړنیز کنفرانس!

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ او اهتمام او د وردګ پوهنتون له لوري د عالیقدر مشرتابه حفظه‌الله د فرمانونو علمي ــ څېړنیز کنفرانس

ډېر ژر...

کنفرانس علمی ـ تحقیقی پیرامون فرامین عالیقدر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۳۰
Background image

په کندوز پوهنتون کې د بیت‌المال د ساتنې او له خیانت څخه د ځان ساتلو په اړه دیني درس وړاندې شو!

د ټاکل شوي مهال‌وېش له مخې، د شیخ صاحب امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمانونو د تطبیق په لړ کې نن د کندوز پوهنتون په مسجد کې د بیت‌المال د ساتنې او له خیانت څخه د ځان ساتلو په اړه علمي او. . .

BACK TO NEWS