د کندوز ولايت د بهرنيو چارو محترم ریاست د کندوز پوهنتون مشرتابه د بریالیو او ارزښتناکو خدمتونو د ترسره کولو له امله په معنوي ستاینلیک وستایه.

kundoz_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱ - ۱۱:۶
sdsd

د کندوز ولايت د بهرنيو چارو محترم ریاست د کندوز پوهنتون مشرتابه د بریالیو او ارزښتناکو خدمتونو د ترسره کولو له امله په معنوي ستاینلیک وستایه.

پنجشنبه 1444/7/25ق چې 1401/11/27سمون لري ‌دکندوز ولايت د بهرنيو چارو محترم ریاست رئیس صاحب اسدالله نیازي‌کندوز پوهنتون ته تشریف راوړوی وو او د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي پوهنيار ضیاالدین سیرت سره يي په ریاست کې وکتل.

د کندوز ولايت د بهرنيو چارو محترم ریاست رئیس ښاغلي اسدالله نیازي د کندوز پوهنتون روستي پرمختګونه وستايل او د لاپرمختګ هیله یې څرګنده کړه.

د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي پوهنيار ضیاالدین سیرت د کندوز ولايت د بهرنيو چارو محترم ریاست رئیس ښاغلي اسدالله نیازي په راتګ سره د خوښۍ ترڅنګ وويل ، دا زمونږ مسئوليت ده او خپل مسووليتونه به پوره توان سره مخته وړو ، پوهنتون د ځوانانو یو مهم روزنتون ده او همداراز یې ځوانان د هر ملت او هېواد په عروج او زوال کې مهم رول لري ، هر انقلاب که هغه سیاسي ،اقتصادي،او که په ټولنیز ډګر کې وي ډ ځوانو محصلینو رول اړین دی، او هر څومره چې ځوان کهول باخبره وي هغومره به یې د هېواد او ټولنې برخلیک روښانه او پرمختللی اوسي.

د کندوز پوهنتون نشراتو مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۳۰
Background image

په کندوز پوهنتون کې د بیت‌المال د ساتنې او له خیانت څخه د ځان ساتلو په اړه دیني درس وړاندې شو!

د ټاکل شوي مهال‌وېش له مخې، د شیخ صاحب امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمانونو د تطبیق په لړ کې نن د کندوز پوهنتون په مسجد کې د بیت‌المال د ساتنې او له خیانت څخه د ځان ساتلو په اړه علمي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۴۲
Background image

په کندوز پوهنتون کې د اسلامي نړۍ د سیاسي وضعیت په اړه د ښوونې او روزنې پوهنځي محصلانو ته سیمینار وړاندې شو!

د کندوز پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د ښوونې او روزنې پوهنځي محصلانو ته د «د اسلامي نړۍ سیاسي وضعیت» تر عنوان لاندې سیمینار وړاندې شو

په دغه سیمینار کې د اسلامي نړۍ د اوسني. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۳۱
Background image

د کندوز پوهنتون محصلانو ترمنځ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د پنځو فرمانونو د کتاب لوستنې د پایلو او جایزو وېش غونډه ترسره شوه!

د کندوز پوهنتون د محصلانو ترمنځ د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ هبت‌الله اخوندزاده حفظه‌الله تعالی د پنځو فرمانونو د کتاب لوستنې او مطالعې د پایلو او غوره محصلانو ته د جایزو او تقدیرنامو د. . .

BACK TO NEWS