د کندوز پوهنتون او په کندوز کې د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو محترمو استادانو ته درې ورځنی دیني - علمي ديني سمينار دویمه ورځ پای ته ورسېده.
د کندوز پوهنتون او په کندوز کې د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو محترمو استادانو ته درې ورځنی دیني - علمي ديني سمينار دویمه ورځ پای ته ورسېده.
دوشنبه 1444/8/13 چې د 1401/12/15 ه نېټې سره سمون لري ، د کندوز پوهنتون له لوري درې ورځینی دیني -علمي سمینار د لوړو زده کړو وزارت په همکارۍ ام ارت ي او خصوصي پوهنتونونو د استادانو په ګډون دویمه ورځ پای ته ورسېده، په دغه علمي او دیني سمینار کې نن ورځ لاندې علماوو کرامو ،او شیوخو کرامو، هر يو د لوړو زده کړو محترم وزارت مشاور او د کابل علماوو شورا غړی ش ی خ صاحب م و ل و ي محمد ظاهر خادم، د لوړو زده کړو محترم وزارت د تضمین کیفیت رئیس ښاغلي استاد شاکر واحدي ،م و ل و ي فیض محمد نایب ، م و ل و ي صاحب عبدالجبار هجران ، م و ل و ي صاحب عارف الله ، ش ی خ صاحب عبدالرحمن ، م و ل و ي صاحب سید حضرت ،او م و ل و ي صاحب عبدالله ،خپلې چمتو کړې علمي مقالې او علمي تبصرې ګډونوالو ته په خپل وخت ارائه کړې.
همدا راز د یو شمېر ګډونوال سالمې پوښتنې د علماوو کرامو له خوا په منظم ډول ځواب شوې.
هیره دې نه وي چې د سمینار په دوام کې د لوړو زده کړو محترم وزارت د تضمین کیفیت رئیس ښاغلی استاد شاکر واحدي ، د ګړندیو خدمتونو او د کندوز پوهنتون سره د کړو خدمتونو په پار د کندوز پوهنتون مشرتابه له لوري د منندړې(تندوس) وستايل شو.
د کندوز پوهنتون او په کندوز کې د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو محترمو استادانو ته درې ورځینی دیني - علمي ديني سمينار ، د کندوز پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر م و ل و ي صاحب عبدالحکیم عابدي په دعاء دويمه ورځ پای ته ورسېده.
دکندوز پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو مدیریت