د کندوز پوهنتون رئيس په مشرۍ رهبري شورا ناسته ترسره شوه

kundoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۱۰:۱۴
345

د کندوز پوهنتون رئيس په مشرۍ رهبري شورا ناسته ترسره شوه

یاده غونډه چې د ریاست په دفتر کې ترسره شوه په کې د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي پوهنیار ضیاءالدین سیرت په ګډون د علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند ، مالي او اداري چارو مرستيال ښاغلي قاري محمد امير صادق ، د محصلینو چارو مرستيال ښاغلي پوهندوی عبدالقدوس اصولي او د رهبرۍ شورا ښاغلو غړو ګډون کړی و.

غونډه د علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند‌ د ګډونوالو ته د ښه راغلاست سره پیل شوه او ترڅنګ يې د رهبرۍ شورا ناستې د اجنډا اړوند د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې د مستنداتو ، د علمي چېړنو معاونيت ځای ، علمي چېړنو مرکز جوړول او یوشمېر نورو اړينو موضوعاتو په هکله ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل .

ورپسې د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي پوهنیار ضیاءالدین سیرت د مقدمې په توګه د نظام پايښت د مسؤلیتونو ښه مخته وړلو اړوند خپلې علمي ویناوې وکړې.

دغه راز په آزاد بحث کې د مالي او اداري چارو مرستيال ښاغلي قاري محمد امير صادق په ګډون ، د محصلینو چارو مرستيال ښاغلي پوهندوی عبدالقدوس اصولي د رهبري شورا ښاغلو غړو د اجنډا اړوند خپلې ارزښتناکې خبرې ګډونوالو سره شریکې کړې.

غونډه د ښو پایلو له ترلاسه کولو وروسته په یوشمېر اړینو موضوعاتو نظرونه وړاندې شول او د تصمیمونه ترڅنګ څو اړینې پرېکړې ترسره شوې.

یاده رهبري شورا ناسته د شریعاتو پوهنځي رئیس ښاغلي م و ل و ي صاحب عبدالصمد سلمي په دعا پای ته ورسېده.

د عامه پوهاوي اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت

نېټه: شنبه 12/1/1445 ه ق

7/5/1402 ه ش

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۳۰
Background image

په کندوز پوهنتون کې د بیت‌المال د ساتنې او له خیانت څخه د ځان ساتلو په اړه دیني درس وړاندې شو!

د ټاکل شوي مهال‌وېش له مخې، د شیخ صاحب امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمانونو د تطبیق په لړ کې نن د کندوز پوهنتون په مسجد کې د بیت‌المال د ساتنې او له خیانت څخه د ځان ساتلو په اړه علمي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۴۲
Background image

په کندوز پوهنتون کې د اسلامي نړۍ د سیاسي وضعیت په اړه د ښوونې او روزنې پوهنځي محصلانو ته سیمینار وړاندې شو!

د کندوز پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د ښوونې او روزنې پوهنځي محصلانو ته د «د اسلامي نړۍ سیاسي وضعیت» تر عنوان لاندې سیمینار وړاندې شو

په دغه سیمینار کې د اسلامي نړۍ د اوسني. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۳۱
Background image

د کندوز پوهنتون محصلانو ترمنځ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د پنځو فرمانونو د کتاب لوستنې د پایلو او جایزو وېش غونډه ترسره شوه!

د کندوز پوهنتون د محصلانو ترمنځ د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ هبت‌الله اخوندزاده حفظه‌الله تعالی د پنځو فرمانونو د کتاب لوستنې او مطالعې د پایلو او غوره محصلانو ته د جایزو او تقدیرنامو د. . .

BACK TO NEWS