د کندوز پوهنتون رئيس په مشرۍ علمي شورا ناسته ترسره شوه.

kundoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۵ - ۹:۵۶
hjk

د کندوز پوهنتون رئيس په مشرۍ علمي شورا ناسته ترسره شوه.

دکندوزپوهنتون رئیس ښاغلی پوهنيار ضیااالدین سیرت په مشرۍ د علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند ، مالي او اداري چارو مرستيال قاري محمد امير صادق ، د محصلینو چارو مرستيال ښاغلي پوهندوی عبدالقدوس اصولي د پوهنځیو ښاغلو ریئس صاحبانو اود یاد پوهنتون علمي شورا غړو په ګډون د کندز پوهنتون علمي شورا ناسته د غونډوپه تالارکې ترسره شوه.

یاده غونډه د دقران کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

ورپسې د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي پوهنيار ضیاالدین سیرت د علمي شورا غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د روستيو پرمختګونو ، او د اجنډا اړوند په څو اړینو موضوعاتو خپلې ارزښتناکې خبرې وکړې.

په غونډه کې دعلمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند ، مالي او اداري چارو مرستيال ښاغلي قاري محمد امير صادق ،د محصلینو چارو مرستيال ښاغلي پوهندوی عبدالقدوس اصولي ، د استادانو چارو آمر ښاغلي پوهنمل محمد اسرار شنواری او د څېړنې آمر ښاغلي پوهنمل ګل آقا انوري او د پوهنځیو ښاغلو رئیس صاحبانو په ګډون د شورا ښاغلو غړو په خپل وخت د اجنډا په اړه بحث او نظرونه وړاندې کړل.

په ازاد بحث کې د پوهنتون مشرتابه له خوا د علمي شورا غړو وړاندیزونه، نظرونه واورېدل او اړینې پرېکړې وشوې.

نېټه : شنبه 6/12/1444 ه ق مطابق 3/4/1402 ه ش

کندوز پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو مدیریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۵
Background image

د کندز پوهنتون نړیوال علمي ژورنال په OpenAlex ډیټابیس کې هم شامل شو!


د کندز پوهنتون د علمي او څېړنیزو لاسته راوړنو په دوام کې، د پوهنتون نړیوال علمي ژورنال (Kunduz University International Journal of Islamic Studies and Social Sciences – KUIJIS) په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۲۴
Background image

د وردګ پوهنتون له لوري د عالیقدر مشرتابه حفظه‌الله د فرمانونو علمي ــ څېړنیز کنفرانس!

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ او اهتمام او د وردګ پوهنتون له لوري د عالیقدر مشرتابه حفظه‌الله د فرمانونو علمي ــ څېړنیز کنفرانس

ډېر ژر...

کنفرانس علمی ـ تحقیقی پیرامون فرامین عالیقدر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۳۰
Background image

په کندوز پوهنتون کې د بیت‌المال د ساتنې او له خیانت څخه د ځان ساتلو په اړه دیني درس وړاندې شو!

د ټاکل شوي مهال‌وېش له مخې، د شیخ صاحب امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمانونو د تطبیق په لړ کې نن د کندوز پوهنتون په مسجد کې د بیت‌المال د ساتنې او له خیانت څخه د ځان ساتلو په اړه علمي او. . .

BACK TO NEWS