د کندوز پوهنتون رهبرۍ د دې علمي بنسټ 2 علمي کادرونو ستاینه کوي

kundoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۶ - ۹:۳۸
4683

د کندوز پوهنتون رهبرۍ د دې علمي بنسټ 2 علمي کادرونو ستاینه کوي.

د کندوز پوهنتون د کرنې پوهنځي علمي کادر او د دې علمي بنسټ د څېړنو آمر ښاغلی پوهنمل ګل آقا انوري د مشرانو په هدایت د البروني پوهنتون د څېړنو معاون په توګه او دغه راز پوهنمل ډاکټر صاحب محمد خالد خاورین د بامیانو پوهنتون د څېړنو معاون په توګه ټاکل شوي دي .

کندوز پوهنتون رهبرۍ د دوی د ټولو هغو مرستو او ريښتينو هڅو په پار مننه کوي، چې له دې پوهنتون سره یې د اکاډمیکو هڅو او اداري موخو ته د رسېدو په برخه کې کړي دي د مننې ترڅنګ د لوی څښتن تعالا له دربار څخه ورته د اس ل ام او هېواد لپاره د خدمت په لاره کې د لا زياتو بریالیتوبونو هیله کوي.

نېټه: دوشنبه ، 24/7/1402 ه ش

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱ - ۱۶:۳۰
Background image

کندوز پوهنتون کې تازه ګومارل شوي ٣٨ تنه اداري کارمندانو لپاره د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو ریاست په همکارۍ درې٣ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو!

کندوز پوهنتون کې د تازه ګومارل شویو ٣٨ تنو اداري کارمندانو لپاره د ظرفیت لوړونې په موخه د (مامورینو چلند او اداري چارو مخ ته وړلو د څرنګوالي) تر نامه لاندې د ملکي خدمتونو او اداري. . .

شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۳ - ۱۶:۳۳
Background image

کندوز پوهنتون کې د ښاروالۍ ریاست مسؤلینو له لوري د دغه ریاست د لومړۍ ربعې ترسره شوو کړنو په اړه معلوماتی غونډه ترسره شوه

دغه غونډه د کندوز ښاروالۍ ریاست له خوا د کندوز پوهنتون اقتصاد تالار کې د محصلانو چارو مرستیال ښاغلی پوهنیار ضیاءالدین سیرت، د علمي څېړنو او مجلو مرستیال ښاغلی پوهنوال دوکتور خیبر سیفی،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۱ - ۸:۵۴
Background image

د فاریاب پوهنتون کرنې پوهنځي رئیس، استادانو او محصلینو د کندوز پوهنتون څخه خپل علمي سیر تر سره کړ

د فاریاب پوهنتون کرنې/زراعت پوهنځی رئیس، ددغه پوهنځی استادانو او محصلینو د علمی سیر په ترڅ کې لومړی د کندوز پوهنتون رهبرۍ سره د دغه پوهنتون ریاست په دفتر کې ناسته تره کړه چې په ناسته کې. . .

BACK TO NEWS