د کندوز پوهنتون علمي شورا د 1402 ه ش کال لومړۍ 1 ناسته ترسره شوه.

kundoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۲۹ - ۱۰:۰
121

د کندوز پوهنتون علمي شورا د 1402 ه ش کال لومړۍ 1 ناسته ترسره شوه.

دوشنبه 26/9/1444ه ق چې 1402/ ه ش کال لومړۍ میاشتې 28 نېټې سره سمون لري دکندوزپوهنتون رئیس ښاغلي پوهنيار ضیاءالدین سیرت په مشرۍ ، د علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند د محصلینو چارو مرستيال ښاغلي پوهندوی عبدالقدوس اصولي اود یاد پوهنتون علمي شورا غړو په ګډون د کندوز پوهنتون د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

یاده غونډه د کندوز پوهنتون د تضمین کیفیت آمر ښاغلي پوهنمل ګلستان خیراندیش له لوري دقرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پيل شوه.

ورپسې د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي پوهنيار ضیاءالدین سیرت د علمي شورا غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ په کندوز پوهنتون کې د وروستيو پرمختګونو ،ستونزو، پلانونو او پروژو په اړوند خپلې ارزښتناکې خبرې ګډونوالو ته واورولې.

په غونډه کې د کندوز پوهنتون علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند علمي شورا غړو څخه د علمي شورا په غونډو کې د فعاله ګډون څخه مننه وکړه او ترڅنګ يې په خپلو اړوندو چارو کې د ژمنتیا په اړه تاکيد وکړ.

همدا راز يې له ټولو ګډونوالو څخه هیله وکړه چې په خپلو چارو کې چټکتیا رامنځته ، د شپې برنامو فعالیدو او د 1402 ه ش کال کاري پلانونو په اړه بحث او خبرې وکړې.

د غونډې په دوام د علمي شورا ښاغلو غړو په خپل وار سره د اجنډا پربنسټ خپلې علمي ویناوې او رغنده نظرونه ګډونوالو سره شریک کړه.

په آزاد بحث کې د پوهنتون مشرتابه له خوا د علمي شورا غړو وړاندیزونه واورېدل شول او اړینې پرېکړې ترسره شوې.

همداراز یاده ناسته د کندوز پوهنتون د محصلینو چارو مرستيال ښاغلي پوهندوی عبدالقدوس اصولي په دعا پای ته ورسېده.

د کندوز پوهنتون عامه پوهاوي او اړیکو مدیریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۲:۲۹
Background image

دیدگاه وماموریت پوهنتون کندز

د کندوز پوهنتون ليدلوری

کندوز پوهنتون ژمن دی چې د هيواد د ودې او پرمختيا په موخه د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې د تحصيلي، علمي، څېړنيزو او فکرپنځونې خدمتونو د ښه‌والي په برخه کې په ملي او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۱:۱۸
Background image

دیدگاه و ماموریت پوهنځی علوم وتر نری

دیدگاه

پوهنځي علوم وترنری پوهنتون کندز در راستای رشد سکتور مالداری کادر های ورزیده را از طریق تدریس معیاری به جامعه تقدیم نموده و در تلاش است که  منحیث یک نهاد علمی و تحقیقی معتبر در. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱ - ۱۶:۳۰
Background image

کندوز پوهنتون کې تازه ګومارل شوي ٣٨ تنه اداري کارمندانو لپاره د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو ریاست په همکارۍ درې٣ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو!

کندوز پوهنتون کې د تازه ګومارل شویو ٣٨ تنو اداري کارمندانو لپاره د ظرفیت لوړونې په موخه د (مامورینو چلند او اداري چارو مخ ته وړلو د څرنګوالي) تر نامه لاندې د ملکي خدمتونو او اداري. . .

BACK TO NEWS