د کندوز پوهنتون علمي شورا میاشتېنۍناسته ترسره شوه.
د کندوز پوهنتون علمي شورا میاشتېنۍناسته ترسره شوه.
چهارشنبه د ۱۴۴۴ /۸)۲۲ هـ ق ۱۴۰۱/۱۲/۲۴ ه ش نېټه دکندوزپوهنتون رئیس ښاغلی پوهنيار ضیااالدین سیرت په مشرۍ ، د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال ښاغلی الحاج قاري محمد امیر صادق ،ښاغلی پوهندوی عبدالقدوس اصولي د محصلینوچارومرستیال اود یاد پوهنتون علمي شورا غړو په ګډون د کندز پوهنتون د 7مې دورې علمي شورا د غونډوپه تالارکې ترسره شوه
یاده غونډه د دقران کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
ورپسې د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي پوهنيار ضیاالدین سیرت د علمي شورا غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د روستيو پرمختګونو او ستونزې باندې خپلې ارزښتناکې خبرې وکړې.
په غونډه کې دعلمي شورا په خپل وخت د اجنډا په اړه بحث او نظرونه وړاندې کړل. په ازاد بحث کې د پوهنتون مشرتابه له خوا د علمي شورا غړو وړاندیزونه واورېدل او اړینې پرېکړې وشوې.
همداراز یاده علمي شورا ناسته د پوهنتون رئیس ښاغلی پوهنيار ضیااالدین سیرت په ویناوو اودعائی پای ته ورسېده.
کندوز پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو مدیریت