د کندوز پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه.

kundoz_admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۴ - ۹:۵۷
675

د کندوز پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه.

دکندوزپوهنتون رئیس ښاغلی پوهنيار ضیاءالدین سیرت په مشرۍ د علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند ، مالي او اداري چارو مرستيال ښاغلي قاري محمد امير صادق ، د محصلینو چارو مرستيال ښاغلي پوهندوی عبدالقدوس اصولي د پوهنځیو ښاغلو ریئس صاحبانو اود یاد پوهنتون علمي شورا ښاغلو غړو په ګډون د کندز پوهنتون علمي شورا ناسته د غونډوپه تالارکې ترسره شوه.

یاده غونډه د دقران کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

ورپسې د علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنيار غلام نبي څپاند د علمي شورا غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د روستيو پرمختګونو ، او د اجنډا اړوند په څو اړینو موضوعاتو خپلې ارزښتناکې خبرې وکړې.

ورپسې د پوهنتون رئيس ښاغلي پوهنیار ضیاءالدین سیرت په علمي شورا کې د یوشمېر نوو غړو ته ښه راغلاست وويل او دغه راز يې د پوهنتون په نوو پرمختګونو او رهبرۍ په تصمیمونه خبرې وکړې.

همدارنګه د مالي او اداري چارو مرستيال ښاغلي قاري محمد امير صادق د په ابدان دښته کې د پوهنتون اړوند تعميراتو د رغنيزو چارو او راتلونکو پلانونو په اړه ګډونوالو سره هر اړخيزه معلومات شريک کړل.

په غونډه کې د محصلینو چارو مرستيال په ګډون او د پوهنځیو ښاغلو رئیس صاحبانو د شورا ښاغلو غړو په خپل وخت د اجنډا په اړه بحث او نظرونه وړاندې کړل.

په ازاد بحث کې د پوهنتون مشرتابه له خوا د علمي شورا ښاغلو غړو وړاندیزونه، نظرونه واورېدل او اړینې تصمیمونه او اړینې پرېکړې وشوې.

نېټه : دوشنبه 14/1/1445 ه ق , 9/5/1402 ه ش

کندوز پوهنتون د عامه پوهاوي اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۵ - ۱۰:۳۴
Background image

په کندوز پوهنتون کې د شمال ختيځ زون په کچه د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو د علمي پروګرامونو او چوکاټ څلور ورځنی روزنيز ورکشاپ په بریالیتوب سره پای ته ورسېده.

په کندوز پوهنتون کې د شمال ختيځ زون په کچه د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو د علمي پروګرامونو او چوکاټ څلور ورځنی روزنيز ورکشاپ په بریالیتوب سره پای ته ورسېده.

په یاد‌ ورکشاپ کې د شمال. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۵ - ۱۰:۲۷
Background image

کندوز پوهنتون رهبرۍ له لوري د خصوصي پوهنتونونو لپاره د دعوت او ارشاد آمرینو څخه ازموينه واخيستل شوه

کندوز پوهنتون رهبرۍ له لوري د خصوصي پوهنتونونو لپاره د دعوت او ارشاد آمرینو څخه ازموينه واخيستل شوه

د کندوز پوهنتون رهبرۍ د‌ لوړو زده کړو محترم وزارت په هدایت د دې ولايت 5 خصوصي. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۵ - ۱۰:۱۸
Background image

اطلاعیه

اطلاعیه:

آنعده جدید الشمولان سال 1402 پوهنتون کندز که بزمان معیین آن جهت ثبت نام مراجعه ننموده اند و غیر حاضر ثبت نام می باشند:

روز های (دوشنـــــبه و سه شنبه) تاریخ های( 15 و 16. . .

BACK TO NEWS