د کندوز پوهنتون علمي څېړنو آمریت له لوري مېاشتینۍ غونډه ترسره شوه.

kundoz_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۴ - ۹:۴۶
Monthly

د کندوز پوهنتون علمي څېړنو آمریت له لوري مېاشتینۍ غونډه ترسره شوه.

یک شنبه د۱۴۴۴/۹/۱۰ ه ق چې د ۱۴.۲ /۱/۱۳ ه ش کال نېټې سره سمون لري د کندوز پوهنتون د علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند په مشرۍ، د علمي څېړنو آمر ښاغلي پوهنمل ګل آقا انوري او د کمېټې غړو په ګډون د ۱۴۰۲ ه ش تحصیلي کال د علمي څېړونو لومړنۍ غونډه د کندوز پوهنتون مسلکې استادانو پراختیا آمریت (PDC) په تالار کې ترسره شوه.

یاده غونډه د قران کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، په دې ناسته کې د علمي څېړنو په اړه د آجنډا په مختلفو برخو بحث او نظرونه وړاندې شو، په آزاد بحث کې د کندوز پوهنتون د علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند د کمېټې د ټولو غړو نېک نظرونه واورېدل او لازمې پريکړي ترسره شوي.

د کندوزپوهنتون دعامه پوهاوي او اړیکو مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۳۰
Background image

په کندوز پوهنتون کې د بیت‌المال د ساتنې او له خیانت څخه د ځان ساتلو په اړه دیني درس وړاندې شو!

د ټاکل شوي مهال‌وېش له مخې، د شیخ صاحب امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمانونو د تطبیق په لړ کې نن د کندوز پوهنتون په مسجد کې د بیت‌المال د ساتنې او له خیانت څخه د ځان ساتلو په اړه علمي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۴۲
Background image

په کندوز پوهنتون کې د اسلامي نړۍ د سیاسي وضعیت په اړه د ښوونې او روزنې پوهنځي محصلانو ته سیمینار وړاندې شو!

د کندوز پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د ښوونې او روزنې پوهنځي محصلانو ته د «د اسلامي نړۍ سیاسي وضعیت» تر عنوان لاندې سیمینار وړاندې شو

په دغه سیمینار کې د اسلامي نړۍ د اوسني. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۳۱
Background image

د کندوز پوهنتون محصلانو ترمنځ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د پنځو فرمانونو د کتاب لوستنې د پایلو او جایزو وېش غونډه ترسره شوه!

د کندوز پوهنتون د محصلانو ترمنځ د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ هبت‌الله اخوندزاده حفظه‌الله تعالی د پنځو فرمانونو د کتاب لوستنې او مطالعې د پایلو او غوره محصلانو ته د جایزو او تقدیرنامو د. . .

BACK TO NEWS