د کندوز پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال په مشرۍ د محصلینو ستونزو د هواري او ښه اداري خدماتو په موخه غونډه ترسره شوه.

kundoz_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۸ - ۹:۳۲
34

د کندوز پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال په مشرۍ د محصلینو ستونزو د هواري او ښه اداري خدماتو په موخه غونډه ترسره شوه.

شنبه ۱۴۴۴/۹/۱۷ ه ق چې ۱۴۰۲/۱ له ۱۹ نېټې سره سمون لري د کندوز پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي الحاج قاری محمد امیر صادق په مشرۍ ،دمحصلینو ستونزو د هواري او ښه اداري خدماتو په موخه غونډه ترسره شوه ، په غونډه کې د محصلینو چارو مرستیال ښاغلي پوهندوی عبدالقدوس اصولي په ګډون د پوهنځیو رئیس صاحبانو، مالي او حسابۍ آمر، لیلیې عمومي مدیراو دپوهنځیو تدریسې مدیرصاحبانو ګډون کړی و.

یاده ناسته د کندوز پوهنتون مالي اواداري چارو مرستیال ښاغلي الحاج قاري محمد امیر صادق په ښه راغلاست او وینا سره پیل شوه. همدا راز یې محصلینو ستونزو هواري او ښه اداري خدماتوپه وړاندې کولو او د آجنډ اړوند هر اړخیزې ویناوې وکړې.

ورپسې د محصلینو چارو مرستیال ښاغلي پوهندوی عبدالقدوس اصولي په ګډون ټولو ګډونوالو خپل نېک نظرونه ،وړاندېزونه ،او شته ستونزې او د اجنډا اړوند ویناوې په خپل نوبت له ګډونوالو سره شریک کړل.

په آزاد بحث کې د کندوز پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي الحاج قاري محمد امیر صادق د کډونوالو نیک نظرونه ، وړاندېزونه واورېدل او د شته ستونزو د هواري په موخه یې د همکارۍ پوره ډاډ ورکړ.

غونډه د کندوز پوهنتون محصلینو چارو مرستیال ښاغلي پوهندوی عبدالقدوس اصولی په دعا پای ته ورسېده.

کندوز پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو مدیریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۲۰
Background image

د کندوز پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي د نوښتونو او څېړنیزو پروژو نندارتون ترسره شو چې پکې ۴۲ تنه محصلان او د پوهنځي ټول استادان تقدیر شول

د1405 هـ .ش کال د چنګاښ 24 مه، چهارشنبه، د کندوز پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي له لوري د محصلانو د کمپیوټري پروګرامونو، نوښتونو او څېړنیزو پروژو نندارتون د پوهنتون د رئیس، الحاج مولوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۳:۱۶
Background image

جلسۀ نوبتی شورای علمی معاونیت امور علمی پوهنتون کندز تدویر گردید!

جلسه نوبتی شورای علمی پوهنتون کندز به تاریخ ۱۴۰۵\۱\۱۷هـ ش مطابق ۱۸\۱۰\۱۴۴۷ هـ قبه رهبری  محترم پوهنیار ضیاوالدین سیرت معاون امور محصلان  و سرپرست  پوهنتون کندز  با حضور  اعضای  شورای. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۰:۱۰
Background image

د کندوز پوهنتون د مالي او اداري چارو معاونیت کې اداري شورا ناسته ترسره شوه

د کندوز پوهنتون د مالي او اداري چارو معاونیت تر چتر لاندې اداري شورا ناسته ترسره شوه، چې په کې د مالي او اداري چارو محترم مرستیال مولوي کمال‌الدین منیب، د اړوندو آمریتونو آمرین، مدیران. . .

BACK TO NEWS