د کندوز پوهنتون ۱۵۵ محصلینو ته د کار موندنې د مهارتونو په اړه روزنیز ورکشاپ پيل شو.

kundoz_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۵ - ۱۴:۴۶
cvb

د کندوز پوهنتون ۱۵۵ محصلینو ته د کار موندنې د مهارتونو په اړه روزنیز ورکشاپ پيل شو.

دغه ښوونیز ورکشاپ د د 23/2/1402 نیټې سره سمون لري د محصلینو د خدمتونو د انسجام آمریت لخوا د بیلابیلو پوهنځیو د محصلینو لپاره د حقوقي کلینیک په تدریسي تالار کې پیل شو.

له دې ښوونیز ورکشاپ څخه اصلي موخه د CV لیکلو، وروسته (Cover Later)لیکلو، د (Email) لیکلو څرنګوالی، د کار د مرکې مهارتونه، د کار ځایونو معرفي کول، دفتري آداب او نور مهم مسایل شامل دي.

د دغه پروګرام په پیل کې د محصلینو خدمتونو د انسجام آمر ښاغلي صفی الله الکوزي ،محصلینو ته د مقرراتو په اړه معلومات ورکړل او له هغوی یې وغوښتل چې له دې پروګرام څخه اعظمي ګټه پورته کړي.

د محصلينو د خدمتونو د انسجام آمریت په روان تحصیلي کال کې د محصلینو د علمي او عملي ظرفیت د لوړولو په موخه نور پروګرامونه هم لري.

يادونه : یاد ښونیز ورکشاپ به د ښاغلي وحيدالله کارون له لورې ۷ ورځو په موده کې د کندوز پوهنتون محصلینو ته وړاندې شي .

کندوز پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو مدیریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۳۱
Background image

د کندوز پوهنتون محصلانو ترمنځ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د پنځو فرمانونو د کتاب لوستنې د پایلو او جایزو وېش غونډه ترسره شوه!

د کندوز پوهنتون د محصلانو ترمنځ د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ هبت‌الله اخوندزاده حفظه‌الله تعالی د پنځو فرمانونو د کتاب لوستنې او مطالعې د پایلو او غوره محصلانو ته د جایزو او تقدیرنامو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۳۹
Background image

په کندوز پوهنتون کې د شیخ صاحب امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمانونو د تطبیق په لړ کې د اتمې اونۍ درس ترسره شو

د ټاکل شوي مهال‌وېش له مخې، د شیخ صاحب امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمانونو د ارزښت، محتوا او عملي تطبیق په اړه د اتمې اونۍ درس د کندوز پوهنتون په مسجد کې د پوهنتون رئیس الحاج مولوي صاحب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۹
Background image

دکندوز پوهنتون کې د ۱۴۰۵ هـ ش کال د شپږمې دورې علمي شورا غونډه ترسره شوه

د کندوز پوهنتون د ۱۴۰۵ هـ ش کال د شپږمې دورې علمي شورا غونډه د پوهنتون د رئیس الحاج مولوي عبدالهادي همت په رهبري ترسره شوه

په یادې غونډه کې د کندوز پوهنتون رئیس الحاج مولوي عبدالهادي. . .

BACK TO NEWS