پانګونې فرصتونه او ستونزې په افغانستان کې
شنبه 14 /6/ 1444هـ.ق کال لاندې علمي کنفرانس د کندوزپوهنتون یو تن کادري غړي لخوا د یاد پوهنتون د استادانومسلکي ودې پراختیا مرکز(PDC) کې وړاند ې شو.
په دغه علمي کنفرانس کې د کندوز پوهنتون رئیس ښاغلي ضیاالدین سیرت، د پوهنځیو رئیس صاحبانو، د دیپارتمنتونو آمرینو او استادانو ګډون کړي وه.
د کندوز پوهنتون اقتصاد پوهنځي ملي څانکې کادري غړي ښاغلي پوهنیار جاهد حیدري خپل پوهنیاري علمي رتبې څخه پوهنمل علمي رتبې ته د ترفیع په موخه د( پانګونې فرصتونه او ستونزې په افغانستان کې ) تر سرلیک لاندې علمي کنفرانس اوهمدارنګه د پاکستان هېواد ته د خپل علمي سفر راپور وړاندې کړو.
یاد کنفرانس د علمي څېړنو د ژورې هيئت لخوا تائید او وستایل شول.