پوهنیار تاج الدین رشیدي- پوهنیار شیرالله تقوا د پوهنمل علمي رتبې په موخه کانفرانس وړاندې کړ.

kundoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۳ - ۱۰:۴
675

پوهنیار تاج الدین رشیدي- پوهنیار شیرالله تقوا د پوهنمل علمي رتبې په موخه کانفرانس وړاندې کړ.

د کندوز پوهنتون ،د ښونې او روزنې پوهنځي د د کیمیا څانګې کادري غړي ښاغلي پوهنیق شیر الله تقوا له پوهنیار علمي رتبه څخه د پوهنمل علمي رتبې ته د ترفیع په پار ( کمپلیکس او د هغې تیوریانې) او ترڅنګ یې د بدني روزنې څانګې علمي کادر ښاغلي پوهنیار تاج الدین رشیدي د پوهنیار علمي رتبې څخه د پوهنمل علمي رتبې ته د (د ورزشي پېښو اقتصادي او ټولنيزو اثراتو ته کتنه ) تر سرلیک لاندې خپل علمي کنفرانس د کندوز پوهنتون د مسلکي پرختیا آمریت په(PDC) تالارکې وړاندې کړ.

په دې کنفرانس کې د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي پوهنیار ضیاءالدین سیرت ،ژوري پلاوي، د پوهنځیو ښاغلو رئیس صاحبانو او استادانو ګدون کړی وو .

ښاغلو استادانو خپل موضوعات په ډیر ښه شکل سره وړاندې کولو ترڅنګ د ګډونوالو پوښتنو ته د قناعت وړ ځوابونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.

همداراز ژوري پلاوي پورته یاد شوی کنفرانس تائید کړ او استادانو ته یې د څښتن تعالی له در باره دلازیاتو علمي بریاو هيله څرګنده کړه.

نېټه: دوشنبه 7/1/1445 ه ق/2/5/1402 ه ش

دعامه پوهاوي اړیکو او نشراتو مدیریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱ - ۱۶:۳۰
Background image

کندوز پوهنتون کې تازه ګومارل شوي ٣٨ تنه اداري کارمندانو لپاره د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو ریاست په همکارۍ درې٣ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو!

کندوز پوهنتون کې د تازه ګومارل شویو ٣٨ تنو اداري کارمندانو لپاره د ظرفیت لوړونې په موخه د (مامورینو چلند او اداري چارو مخ ته وړلو د څرنګوالي) تر نامه لاندې د ملکي خدمتونو او اداري. . .

شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۳ - ۱۶:۳۳
Background image

کندوز پوهنتون کې د ښاروالۍ ریاست مسؤلینو له لوري د دغه ریاست د لومړۍ ربعې ترسره شوو کړنو په اړه معلوماتی غونډه ترسره شوه

دغه غونډه د کندوز ښاروالۍ ریاست له خوا د کندوز پوهنتون اقتصاد تالار کې د محصلانو چارو مرستیال ښاغلی پوهنیار ضیاءالدین سیرت، د علمي څېړنو او مجلو مرستیال ښاغلی پوهنوال دوکتور خیبر سیفی،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۱ - ۸:۵۴
Background image

د فاریاب پوهنتون کرنې پوهنځي رئیس، استادانو او محصلینو د کندوز پوهنتون څخه خپل علمي سیر تر سره کړ

د فاریاب پوهنتون کرنې/زراعت پوهنځی رئیس، ددغه پوهنځی استادانو او محصلینو د علمی سیر په ترڅ کې لومړی د کندوز پوهنتون رهبرۍ سره د دغه پوهنتون ریاست په دفتر کې ناسته تره کړه چې په ناسته کې. . .

BACK TO NEWS