پوهنیار خوشال رحمن رحماني د پوهنمل علمي رتبې په موخه کانفرانس وړاندې کړ.

kundoz_admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۸ - ۱۰:۴۲
754

پوهنیار خوشال رحمن رحماني د پوهنمل علمي رتبې په موخه کانفرانس وړاندې کړ.

د کندوز پوهنتون ،د کمپیوتر ساینس پوهنځي د معلوماتي ټکنالوژۍ څانګې کادري غړي ښاغلي پوهنیار خوشال رحمن رحماني له پوهنیار علمي رتبه څخه د پوهنمل علمي رتبې ته د ترفیع په پار ( د مصنوعي ځيرکتيا بازارونو کارونه په علمي څېړنه کې) تر سرلیک لاندې خپل علمي کنفرانس د کندوز پوهنتون د مسلکي پرختیا آمریت په(PDC) تالارکې وړاندې کړ.

په دې کنفرانس کې د کندوز پوهنتون علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند ، د محصلینو چارو مرستيال ښاغلي پوهندوی عبدالقدوس اصولي، د استادانو چارو آمر ښاغلي پوهندوی محمد اسرار شنواری ، د مسلکي پراختيا آمر ښاغلي پوهنیار ولي محمد ودید ، ژوري پلاوي، د پوهنځیو ښاغلو رئیس صاحبانو او استادانو ګدون کړی وو .

ښاغلي استاد خپل موضوعات په ډیر ښه شکل سره وړاندې کولو ترڅنګ د ګډونوالو پوښتنو ته د قناعت وړ ځوابونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.

همداراز ژوري پلاوي پورته یاد شوی کنفرانس تائید کړ او استاد ته یې د څښتن تعالی له در باره دلازیاتو علمي بریاو هيله څرګنده کړه.

نېټه: چهار شنبه 20/2/1445 ه ق/15/6/1402 ه ش

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۳۱
Background image

د کندوز پوهنتون محصلانو ترمنځ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د پنځو فرمانونو د کتاب لوستنې د پایلو او جایزو وېش غونډه ترسره شوه!

د کندوز پوهنتون د محصلانو ترمنځ د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ هبت‌الله اخوندزاده حفظه‌الله تعالی د پنځو فرمانونو د کتاب لوستنې او مطالعې د پایلو او غوره محصلانو ته د جایزو او تقدیرنامو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۳۹
Background image

په کندوز پوهنتون کې د شیخ صاحب امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمانونو د تطبیق په لړ کې د اتمې اونۍ درس ترسره شو

د ټاکل شوي مهال‌وېش له مخې، د شیخ صاحب امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمانونو د ارزښت، محتوا او عملي تطبیق په اړه د اتمې اونۍ درس د کندوز پوهنتون په مسجد کې د پوهنتون رئیس الحاج مولوي صاحب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۹
Background image

دکندوز پوهنتون کې د ۱۴۰۵ هـ ش کال د شپږمې دورې علمي شورا غونډه ترسره شوه

د کندوز پوهنتون د ۱۴۰۵ هـ ش کال د شپږمې دورې علمي شورا غونډه د پوهنتون د رئیس الحاج مولوي عبدالهادي همت په رهبري ترسره شوه

په یادې غونډه کې د کندوز پوهنتون رئیس الحاج مولوي عبدالهادي. . .

BACK TO NEWS