کندوز پوهنتون رهبرۍ د لوړو زده کړو وزارت په انلاين کنفرانس کې ګډون وکړ.

kundoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۴ - ۹:۴۵
21

کندوز پوهنتون رهبرۍ د لوړو زده کړو وزارت په انلاين کنفرانس کې ګډون وکړ.

د لوړو زده کړو محترم وزارت د محصلانو چارو معین ښاغلي مفتي صاحب محمد طاهر احمد، په مشرۍ ، د لوړو زده کړو محترم وزارت علمي معین دوکتورلطف الله خیرخواه، په شمول نورو مسؤلینو ګډون درلود ، د محصلانو د جذب ظرفیت په اړه د ام ارت ي پوهنتونونو له رئیس صاحبانو سره انلاین ناسته وشوه ، چې په کې د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي پوهنيار ضیاالدین سیرت په حضوري او د یاد پوهنتون علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند ، او محصلینو چارو مرستيال ښاغلي پوهندوی عبدالقدوس اصولي په انلاين توګه ګډون وکړو.

د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي پوهنيار ضیاءالدین سیرت ،په یاد کنفرانس کې د اجنډا اړوند اړینې خبرې د لوړو زدکړو محترم وزارت له مسئولینو سره شریکې کړې.

کندوز پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۳۰
Background image

په کندوز پوهنتون کې د بیت‌المال د ساتنې او له خیانت څخه د ځان ساتلو په اړه دیني درس وړاندې شو!

د ټاکل شوي مهال‌وېش له مخې، د شیخ صاحب امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمانونو د تطبیق په لړ کې نن د کندوز پوهنتون په مسجد کې د بیت‌المال د ساتنې او له خیانت څخه د ځان ساتلو په اړه علمي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۴۲
Background image

په کندوز پوهنتون کې د اسلامي نړۍ د سیاسي وضعیت په اړه د ښوونې او روزنې پوهنځي محصلانو ته سیمینار وړاندې شو!

د کندوز پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د ښوونې او روزنې پوهنځي محصلانو ته د «د اسلامي نړۍ سیاسي وضعیت» تر عنوان لاندې سیمینار وړاندې شو

په دغه سیمینار کې د اسلامي نړۍ د اوسني. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۳۱
Background image

د کندوز پوهنتون محصلانو ترمنځ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د پنځو فرمانونو د کتاب لوستنې د پایلو او جایزو وېش غونډه ترسره شوه!

د کندوز پوهنتون د محصلانو ترمنځ د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ هبت‌الله اخوندزاده حفظه‌الله تعالی د پنځو فرمانونو د کتاب لوستنې او مطالعې د پایلو او غوره محصلانو ته د جایزو او تقدیرنامو د. . .

BACK TO NEWS