کندوز پوهنتون رهبرۍ له لوري د خصوصي پوهنتونونو لپاره د دعوت او ارشاد آمرینو څخه ازموينه واخيستل شوه

kundoz_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۵ - ۱۰:۲۷
cstad34

کندوز پوهنتون رهبرۍ له لوري د خصوصي پوهنتونونو لپاره د دعوت او ارشاد آمرینو څخه ازموينه واخيستل شوه

د کندوز پوهنتون رهبرۍ د‌ لوړو زده کړو محترم وزارت په هدایت د دې ولايت 5 خصوصي پوهنتونونو لپاره د دعوت او ارشاد آمریتنو لپاره له 30 وړ کسانو څخه تقريري، تحريري ازموينه واخيستله.

په یاده ازموينه کې د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي الحاج م و ل و ي صاحب عبدالهادي همت ، د محصلینو چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار ضیاءالدین سیرت ،‌ دعوت او ارشاد آمر ښاغلي م و ل و ي صاحب عبدالحکیم عابدي او د یاد آمریت له لوري جوړه شوې ځانګړې کميټې ګډون درلود.

د‌ یادونې وړده چې له یادو 30 کسانو څخه به 5 وړ کسانو انتخاب او د رسمي منظورۍ په پار به د لوړو زده کړو محترم وزارت ته پشنهاد شي.

نېټه: شنبه 20/4/1445 ق، 13/8/1402 ش

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۳۱
Background image

د کندوز پوهنتون محصلانو ترمنځ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د پنځو فرمانونو د کتاب لوستنې د پایلو او جایزو وېش غونډه ترسره شوه!

د کندوز پوهنتون د محصلانو ترمنځ د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ هبت‌الله اخوندزاده حفظه‌الله تعالی د پنځو فرمانونو د کتاب لوستنې او مطالعې د پایلو او غوره محصلانو ته د جایزو او تقدیرنامو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۳۹
Background image

په کندوز پوهنتون کې د شیخ صاحب امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمانونو د تطبیق په لړ کې د اتمې اونۍ درس ترسره شو

د ټاکل شوي مهال‌وېش له مخې، د شیخ صاحب امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمانونو د ارزښت، محتوا او عملي تطبیق په اړه د اتمې اونۍ درس د کندوز پوهنتون په مسجد کې د پوهنتون رئیس الحاج مولوي صاحب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۹
Background image

دکندوز پوهنتون کې د ۱۴۰۵ هـ ش کال د شپږمې دورې علمي شورا غونډه ترسره شوه

د کندوز پوهنتون د ۱۴۰۵ هـ ش کال د شپږمې دورې علمي شورا غونډه د پوهنتون د رئیس الحاج مولوي عبدالهادي همت په رهبري ترسره شوه

په یادې غونډه کې د کندوز پوهنتون رئیس الحاج مولوي عبدالهادي. . .

BACK TO NEWS