کندوز پوهنتون مشرتابه له لوري رهبرۍ شورا ناسته ترسره شوه.
کندوز پوهنتون مشرتابه له لوري رهبرۍ شورا ناسته ترسره شوه.
پنجشنبه د 1444 /6/10 هـ ق 1402/2/7 ه ش نېټه،دکندوزپوهنتون رئیس ښاغلي پوهنيار ضیاءالدین سیرت په مشرۍ ، د لوړو زده کړو محترم وزارت د مقام دفتر رئيس ښاغلي حافظ انجنير صاحب روح الله روحاني ،د پوهنتون علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند ، د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال ښاغلي الحاج قاري محمد امیر صادق ، اود یاد پوهنتون د رهبري شورا غړو په ګډون د کندز پوهنتون رهبري شورا ناسته د غونډوپه تالارکې ترسره شوه.
یاده غونډه دقران کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
ورپسې د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي پوهنيار ضیاءالدین سیرت د لوړو زده کړو محترم وزارت د مقام دفتر رئیس ښاغلي حافظ انجنير صاحب روح الله روحاني او ورسره د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د وروستيو پرمختګونو او ستونزو په اړه خپلې ارزښتناکې خبرې وکړې.
ورپسې د لوړو زده کړو محترم وزارت د مقام دفتر رئيس ښاغلي حافظ انجنير صاحب روح الله روحاني د کندوز پوهنتون د رهبرۍ هڅې وستایلې چې په وروستيو کې د کندوز پوهنتون پرمختګ او د ځوان کهول د ښه روزنې په برابرولو کې کړي او لا یې هم کوي مننه وکړه.
د کندوز پوهنتون علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند په ګډون د شورا غړو په خپل وخت د اجنډا په اړه بحث او نظرونه وړاندې کړل.
کندوز پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو مدیریت