کندوز پوهنتون کې په هېواد د اس لام ي ام ارت د بیا حاکميت دویمې کالیزې ویاړ غونډه ترسره

kundoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۵ - ۱۱:۳۱
3456

کندوز پوهنتون کې په هېواد د اس لام ي ام ارت د بیا حاکميت دویمې کالیزې ویاړ غونډه ترسره

په یاده غونډه کې د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي پوهنیار ضیاءالدین سیرت صاحب په ګډون د علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند ،‌د محصلینو چارو مرستيال ښاغلي پوهندوی عبدالقدوس اصولي د پوهنځیو ښاغلو رئیس صاحبانو ،د پوهنتون ټولو استادانو، آمر صاحبانو ،اداري کارمندانو ، محصلینو او یوشمېر نورو ګډونوالو ګډون کړی وو.

یاده ویاړ غونډه د کندوز پوهنتون د کرنې پوهنځي استاد ښاغلي پوهنیار احمد منير امیني د قرانکریم په څو مبارکو آیتونو سره پيل کړه.

ورپسې د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي پوهنیار ضیاءالدین سیرت، د علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند ،د شرعياتو پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنیار عبدالصمد سلیمي ، د شرعياتو پوهنځي استاد ښاغلي استاد نوماند پوهنیار م و ل و ي صاحب عبدالله فياض ، د ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو ژبې او ادبياتو څانګې استاد ښاغلي پوهنمل سید عارف عارفي ،د ښوونې او روزنې پوهنځي د اسلامي ثقافت څانګې استاد نوماند پوهنیار م و ل و ي صاحب رحمت الله اخوندزا ده او د ښوونې او روزنې پوهنځي د اسلامي ثقافت څانګې محصل حافظ میرویس په خپل نوبت سره څپلې چمتو کړې ویناوې ګډونوالو ته واورولې.

هیره دې نه وي چې د غونډې د هرو دوه وو ویناوالو منځ کې د کندوز پوهنتون یوشمېر محصلینو خپلې انتخابا کړې ترانې په ښه شکل سره ترنم کړې چې د ګډونوالو له تود هرکلي سره مخ شو.

دیاده شوې ویاړ غونډه د کندوز پوهنتون د عوت او ارشاد آمر م و ل و ي صاحب عبدالحکیم عابدي په دعا پای ته ورسېده.

نېټه: سه شنبه 28/1/1445، ه ش 24/5/1402 ه ق

د عامه پوهاوي اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۳۱
Background image

د کندوز پوهنتون محصلانو ترمنځ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د پنځو فرمانونو د کتاب لوستنې د پایلو او جایزو وېش غونډه ترسره شوه!

د کندوز پوهنتون د محصلانو ترمنځ د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ هبت‌الله اخوندزاده حفظه‌الله تعالی د پنځو فرمانونو د کتاب لوستنې او مطالعې د پایلو او غوره محصلانو ته د جایزو او تقدیرنامو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۳۹
Background image

په کندوز پوهنتون کې د شیخ صاحب امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمانونو د تطبیق په لړ کې د اتمې اونۍ درس ترسره شو

د ټاکل شوي مهال‌وېش له مخې، د شیخ صاحب امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمانونو د ارزښت، محتوا او عملي تطبیق په اړه د اتمې اونۍ درس د کندوز پوهنتون په مسجد کې د پوهنتون رئیس الحاج مولوي صاحب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۹
Background image

دکندوز پوهنتون کې د ۱۴۰۵ هـ ش کال د شپږمې دورې علمي شورا غونډه ترسره شوه

د کندوز پوهنتون د ۱۴۰۵ هـ ش کال د شپږمې دورې علمي شورا غونډه د پوهنتون د رئیس الحاج مولوي عبدالهادي همت په رهبري ترسره شوه

په یادې غونډه کې د کندوز پوهنتون رئیس الحاج مولوي عبدالهادي. . .

BACK TO NEWS