د کندز پوهنتون د کنفرانسونو په تالار کې د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو د نویو خارجي بیاکتنې او د میتودونو چوکاټ دعلمي پروګرامونوتر عنوان لاندې څلور ورځنی ښوونیز ورکشاپ جوړ شو.

kundoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۰ - ۱۲:۳۰
21

شنبې په ورځ ۱۴۴۴ ه.ق کال د ربیع الاول میاشتې په ۲۶ مه نیټه د کندز پوهنتون د کنفرانسونو په تالار کې د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو د نویو خارجي بیاکتنې او د میتودونو چوکاټ دعلمي پروګرامونوتر عنوان لاندې څلور ورځنی ښوونیز ورکشاپ جوړ شو.

د کندز پوهنتون رئیس ښاغلی ضیاءالدین سیرت، ښاغلی محمد امیر صادق د کندوزپوهنتون د مالی او داری چارو مرستیال او فوق العاده استازۍ، محصلانو چارو مرستیال ښاغلی پوهندوی عبدالقدوس اصولي، د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو آمر ښاغلی عبدالرووف احدي، ښاغلی نیک محمد د تضمین کیفت څیړونکي او وسره د یاد وزارت استازي ، ښاغلی پوهنمل ګلستان خیراندېش، د دغه اکاډمیک علمی بنسټ د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو آمر او د دولتي او خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو د علمي مرستیالانو اود تضمین کیفیت آمرینو په حضورکې په رسمي ډول پیل شوه.

یاد ورکشاپ د قرآن كريم مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو او ورپسې د کندز پوهنتون رئیس ښاغلی ضیاالدین سیرت یاد ورکشاپ ګډونوالو او مسؤلینو ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ ياد ورکشاپ د کډونوالو او پوهنتونونو دظرفیت لوړولو لپاره ګټور وباله ، د يادونی وړ ده چي ياد کنفرانس د شمال ختيځ زون د څلورو ولايتونو دولتي او خصوصي پوهنتونونو او مؤسساتو لپاره د څلورو ورځو لپاره د د لوړو زده کړو محترم وزارت د تضمين کيفيت د رياست لخوا د څلورو ورځو لپاره په لاره اچول سوي ده .

د کندز پوهنتون د نشراتو مدیریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۳۹
Background image

په کندوز پوهنتون کې د شیخ صاحب امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمانونو د تطبیق په لړ کې د اتمې اونۍ درس ترسره شو

د ټاکل شوي مهال‌وېش له مخې، د شیخ صاحب امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمانونو د ارزښت، محتوا او عملي تطبیق په اړه د اتمې اونۍ درس د کندوز پوهنتون په مسجد کې د پوهنتون رئیس الحاج مولوي صاحب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۹
Background image

دکندوز پوهنتون کې د ۱۴۰۵ هـ ش کال د شپږمې دورې علمي شورا غونډه ترسره شوه

د کندوز پوهنتون د ۱۴۰۵ هـ ش کال د شپږمې دورې علمي شورا غونډه د پوهنتون د رئیس الحاج مولوي عبدالهادي همت په رهبري ترسره شوه

په یادې غونډه کې د کندوز پوهنتون رئیس الحاج مولوي عبدالهادي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۱۳
Background image

د کندز پوهنتون د نړیوالې علمي مجلې مهمه لاسته راوړنه!

د کندز پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت د هڅو په پایله کې د کندز پوهنتون د اسلامي مطالعاتو او ټولنیزو علومو نړیواله علمي مجله

(KUIJIS) په یو شمېر معتبرو نړیوالو علمي ډیټابېسونو او معلوماتي. . .

BACK TO NEWS