کندوز پوهنتون ۱۵۵ محصلینو ته د کار موندنې د مهارتونو ، 7 ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېده.

kundoz_admin
شنبه ۱۴۰۲/۲/۳۰ - ۱۰:۳۳
123

کندوز پوهنتون ۱۵۵ محصلینو ته د کار موندنې د مهارتونو ، 7 ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېده.

د کندوز پوهنتون محصلانو د خدماتو د انسجام آمریت لخوا د بېلابېلو پوهنځیو د محصلینو لپاره د کار موندنې د مهارتونو روزنيز ورکشاپ چې(7) ورځې وړاندې په کندوز پوهنتون حقوقي کلینیک په تدریسي تالار کې جوړ شوی و‌ د ښو پایلو په ترلاسه کولو سره پای ته ورسېده.

دې ښوونیز ورکشاپ څخه اصلي موخه د CV لیکلو، وروسته (Cover Later)لیکلو، د (Email) لیکلو څرنګوالی، د کار د مرکې مهارتونه، د کار ځایونو معرفي کول، دفتري آداب او نور مهم مسایل شامل وو د ښاغلي وحيدالله کارون له لوري په ډیر ښه شکل سره وړاندې شو.

د‌یادونې وړ ده چې د ورکشاپ په وروستۍ ورځ د کندوز پوهنتون علمي چارو ښاغلي پوهنيار غلام نبي څپاند په ګډون د محصلینو چارو مرستيال ښاغلي پوهندوی عبدالقدوس اصولي ، مالي او اداري چارو مرستيال ښاغلي قاري محمد امير صادق ، د پوهنځیو ښاغلو ریئس صاحبانو، د محصلان خدماتو انسجام آمر ښاغلي صفی الله الکوزي او يوشمېر نور ښاغلو ګډون درلود د ورکشاپ په ارزښت خپلې علمي ویناوې ګډونوالو ته واورولې.

یاد ورکشاپ د پورته یاد شوو مسؤلینو لخوا د ورکشاپ 155 محصلینو ته د تصديق نامه په ورکولو سره پای ته ورسېده.

نېټه: پنجشنبه

28/10/1444ه ق

28/2/1402 ه ش

د عامه پوهاوي او اړیکو مدیریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۲:۲۹
Background image

دیدگاه وماموریت پوهنتون کندز

د کندوز پوهنتون ليدلوری

کندوز پوهنتون ژمن دی چې د هيواد د ودې او پرمختيا په موخه د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې د تحصيلي، علمي، څېړنيزو او فکرپنځونې خدمتونو د ښه‌والي په برخه کې په ملي او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۱:۱۸
Background image

دیدگاه و ماموریت پوهنځی علوم وتر نری

دیدگاه

پوهنځي علوم وترنری پوهنتون کندز در راستای رشد سکتور مالداری کادر های ورزیده را از طریق تدریس معیاری به جامعه تقدیم نموده و در تلاش است که  منحیث یک نهاد علمی و تحقیقی معتبر در. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱ - ۱۶:۳۰
Background image

کندوز پوهنتون کې تازه ګومارل شوي ٣٨ تنه اداري کارمندانو لپاره د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو ریاست په همکارۍ درې٣ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو!

کندوز پوهنتون کې د تازه ګومارل شویو ٣٨ تنو اداري کارمندانو لپاره د ظرفیت لوړونې په موخه د (مامورینو چلند او اداري چارو مخ ته وړلو د څرنګوالي) تر نامه لاندې د ملکي خدمتونو او اداري. . .

BACK TO NEWS