د کندوز پوهنتون او د افغانستان زراعتي علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

kundoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۵ - ۱۴:۴۷
567

د کندوز پوهنتون او د افغانستان زراعتي علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

یاد دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک د کندوز پوهنتون رئیس ښاغلي پوهنیار ضیاالدین سیرت او د افغانستان زراعتي علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) علمي چارو مرستیال او سرپرست رئیس ښاغلي پوهنیار ثناء الله "ارغستاني" له لوري لاسلیک شو.

د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک پرمهال د کندوزپوهنتون رئیس ښاغلي پوهنیار ضیاالدین سیرت د اناسټو پوهنتون له مشرتابه له همکاریو مننه وکړه او یاد تړون یې د دواړو پوهنتونونو د اړیکو لپاره ګټور وباله. هغه زیاته کړه، چې د کندوز پوهنتون رهبرۍ د یاد تړون د موادو د پلي کولو په برخه کې هر ډول همکاریو ته ژمن دی.

دغه هوکړه لیک د هېواد د مسلکي لوړو زده کړو او همدارنګه په اړوندو برخو کې شته طرزالعملونو، لوایحو او مقرراتو ته په پام د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژي د ملي پوهنتون او کندوز پوهنتون ترمینځ السلیکېږي؛ ترڅو په ورپورې اړوندو برخو په ټوله کې په فرهنګي او اجتماعي او په ځانګړې توګه په تحقیق، چاپیریال ساتني او خدماتو کې لازمه همکاري ترسره او مستحقینو ته ګټوری مشورې ورکړل شي.

د عامه پوهاوي اړیکو او نشراتو مدیریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۲:۲۹
Background image

دیدگاه وماموریت پوهنتون کندز

د کندوز پوهنتون ليدلوری

کندوز پوهنتون ژمن دی چې د هيواد د ودې او پرمختيا په موخه د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې د تحصيلي، علمي، څېړنيزو او فکرپنځونې خدمتونو د ښه‌والي په برخه کې په ملي او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۱:۱۸
Background image

دیدگاه و ماموریت پوهنځی علوم وتر نری

دیدگاه

پوهنځي علوم وترنری پوهنتون کندز در راستای رشد سکتور مالداری کادر های ورزیده را از طریق تدریس معیاری به جامعه تقدیم نموده و در تلاش است که  منحیث یک نهاد علمی و تحقیقی معتبر در. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱ - ۱۶:۳۰
Background image

کندوز پوهنتون کې تازه ګومارل شوي ٣٨ تنه اداري کارمندانو لپاره د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو ریاست په همکارۍ درې٣ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو!

کندوز پوهنتون کې د تازه ګومارل شویو ٣٨ تنو اداري کارمندانو لپاره د ظرفیت لوړونې په موخه د (مامورینو چلند او اداري چارو مخ ته وړلو د څرنګوالي) تر نامه لاندې د ملکي خدمتونو او اداري. . .

BACK TO NEWS