د کندوز پوهنتون رهبرۍ په بهرنيو هېوادونو د دې علمي بنسټ د دوکتورا په زده کړه بوختو استادانو سره انلاين ناسته وکړه.

kundoz_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۶ - ۱۱:۲۷
152

د کندوز پوهنتون رهبرۍ په بهرنيو هېوادونو د دې علمي بنسټ د دوکتورا په زده کړه بوختو استادانو سره انلاين ناسته وکړه.

په یاده غونډه کې د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي پوهنیار ضیاءالدین سیرت ، علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند ، محصلینو چارو مرستيال ښاغلي پوهندوی عبدالقدوس اصولي د مالي او اداري چارو مرستيال ښاغلي قاري محمد امير صادق په ګډون د پوهنتون دعوت او ارشاد آمر م و ل و ي صاحب عبدالحکیم عابدي په بهرنيو هېوادونو کې د کندوز پوهنتون په زده کړه بوختو علمي کادرونو ، د ریاست دفتر آمر عبدالله نور قدردان او مالي او حسابي آمر صلاح الدين هم ګډون درلود د ریاست په دفتر کې انلاين غونډه وکړه.

په غونډه کې د کندوز پوهنتون رئيس په بهرنيو هېوادونو کې د دوکتورا په زده کړه بوختو استادانو څخه وغوښتل چې تحصيلي ګزارشونه په خپل وخت له اړوندو څانګو سره شریک کړي ترڅو د دوی په معاشونو کې خنډ او ځنډ رامنځته نه شي.

د پوهنتون رئيس زیاته کړه: قدرمنو استادانو تاسې د کندوز پوهنتون علمي کادرونه یاست د خپلو زده کړو تر بشپړېدو وروسته د بل هېواد تکل مه کوئ او بېرته خپل هېواد او د کندوز پوهنتون د پرمختک لپاره لاس په کار شئ، او خپلې علمي تجربې مو ځوانو محصلینو سره شریکې کړئ.

دغه راز د مالي او اداري چارو په ګډون د علمي چارو مرستيال ، محصلینو چارو هم خپلې ارزښتناکې ویناوې په بهرنیو هېوادونو له یادو استادانو سره شریکې کړې.

دغه راز په بهرنيو هېوادونو کې د‌ دوکتورا په زده کړه بوختو استادانو هم په خپل نوبت سره خپل مشکلات، وړاندېزونه او پلانونه شریک کړل چې د کندوز پوهنتون رهبرۍ له لوري د دوی مشکلاتو ته د رسېدو لپاره د پوره همکارۍ ډاډ ترڅنګ څو اړینې سپارښتنې وکړې.

هیره دې نه وي چې په بهرنيو هېوادونو کې د کندوز پوهنتون 30 علمي کادرونه د دوکتورا په زده کړه بوخت دي.

يک شنبه 1402/5/15

‌د عامه پوهاوي اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۲:۲۹
Background image

دیدگاه وماموریت پوهنتون کندز

د کندوز پوهنتون ليدلوری

کندوز پوهنتون ژمن دی چې د هيواد د ودې او پرمختيا په موخه د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې د تحصيلي، علمي، څېړنيزو او فکرپنځونې خدمتونو د ښه‌والي په برخه کې په ملي او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۱:۱۸
Background image

دیدگاه و ماموریت پوهنځی علوم وتر نری

دیدگاه

پوهنځي علوم وترنری پوهنتون کندز در راستای رشد سکتور مالداری کادر های ورزیده را از طریق تدریس معیاری به جامعه تقدیم نموده و در تلاش است که  منحیث یک نهاد علمی و تحقیقی معتبر در. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱ - ۱۶:۳۰
Background image

کندوز پوهنتون کې تازه ګومارل شوي ٣٨ تنه اداري کارمندانو لپاره د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو ریاست په همکارۍ درې٣ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو!

کندوز پوهنتون کې د تازه ګومارل شویو ٣٨ تنو اداري کارمندانو لپاره د ظرفیت لوړونې په موخه د (مامورینو چلند او اداري چارو مخ ته وړلو د څرنګوالي) تر نامه لاندې د ملکي خدمتونو او اداري. . .

BACK TO NEWS