د کندوز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو څانګې محصلینو ته ساحوي څيړنې پینځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورس

kundoz_admin
Thu, Sep 21 2023 12:44 PM
2471

د کندوز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو څانګې محصلینو ته ساحوي څيړنې پینځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېده.

په دې پينځوو ورځو کې لومړی دوې ورځې د ښوونې او روزنې پوهنځي د فزيک څانګې آمر پوهنمل شفيع الله رحماني له‌خوا محصلانو ته پوښتنپاڼو جوړولو اصول، په څېړنه کې د نمونو انتخاب، د څېړنيزې رسالې (مونوګراف) ترتيب باندې لکچر او عملي کار وشو.

ورپسې درې ورځې د کندوز پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي استاد پوهنيار دوکتور خالد خاورين لکچر ورکړ . دوکتور خاورين محصلانو ته مالوماتو راټولولو لارې-چارې او د راټولو شويو مالوماتو شنلو اصول وښودل.

استاد خاورين محصلانو ته په عملي ډول د ځينو پوښتنپاڼو د مالوماتو شنل وښودل او محصلانو ته د (SPSS) پوستکالي په مرسته د مالوماتو شنلو اصول تشريح کړل.

Latest news

Mon, Feb 02 2026 10:10 AM
Background image

د کندوز پوهنتون د مالي او اداري چارو معاونیت کې اداري شورا ناسته ترسره شوه

د کندوز پوهنتون د مالي او اداري چارو معاونیت تر چتر لاندې اداري شورا ناسته ترسره شوه، چې په کې د مالي او اداري چارو محترم مرستیال مولوي کمال‌الدین منیب، د اړوندو آمریتونو آمرین، مدیران. . .

Thu, Jan 22 2026 1:37 PM
Background image

په کندوز پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت د درې ورځني دیني او اصلاحي سیمنار درېمه ورځ په کامیابۍ سره ترسره او یاد سمینار پای ته ورسېد

د سیمنار په دې ورځ کې د کندوز پوهنتون محترم رئیس، الحاج مولوي صاحب عبدالهادي همت، د کندوز ولایت په کچه محترمو علماءکرامو د پوهنتون مرستیالانو، د پوهنځیو رئیس صاحبانو، استادانو، د خصوصي. . .

BACK TO NEWS