د کندوز پوهنتون د مالي او اداري چارو معاونیت کې اداري شورا ناسته ترسره شوه

kundoz_admin
Mon, Feb 02 2026 10:10 AM

د کندوز پوهنتون د مالي او اداري چارو معاونیت تر چتر لاندې اداري شورا ناسته ترسره شوه، چې په کې د مالي او اداري چارو محترم مرستیال مولوي کمال‌الدین منیب، د اړوندو آمریتونو آمرین، مدیران او د شورا نورو غړي ګډون کړی وو

یاده ناسته د تدارکاتو چارو آمر ښاغلي روح‌الله پارسا له لوري د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پيل شوه

د ناستې پيل وینا

د کندوز پوهنتون د مالي او اداري چارو محترم مرستیال مولوي کمال‌الدین منیب ترسره کړه. نوموړي په خپلو خبرو کې وویل

«موږ او تاسې باید د الله تعالی شکر ادا کړو چې د یو اسلامي نظام خاوندان یو

مولوي صاحب زیاته کړه چې په هر رسمي نهاد کې کمېټې، شوراګانې او عمومي ناستې ځانګړی ارزښت او حیثیت لري. نوموړي ټینګار وکړ چې د دغسې مجلسونو له لارې باید ګډونوال خپل نظرونه، وړاندیزونه او تجربې شریکې کړي.

ښاغلي منیب همدارنګه وویل

«هر مسؤل مکلف دی چې پر خپل وخت په دې ډول ناستو کې ګډون وکړي، ځکه همدا نظم، مشوره او همغږي د یوې ادارې د ودې او پرمختګ لامل ګرځي

وروسته، د ناستې د اجنډا له مخې هغه موضوعات وڅېړل شول چې د بحث وړ وو، او په اړه یې لازمې پرېکړې ترسره شوې

په پای کې، د آزاد بحث برخه ترسره شوه، چې ګډونوالو پکې خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل

یاده ناسته د محترم مولوي کمال‌الدین منیب په دعایې سره پای ته ورسېده

Latest news

Mon, Feb 02 2026 10:10 AM
Background image

د کندوز پوهنتون د مالي او اداري چارو معاونیت کې اداري شورا ناسته ترسره شوه

د کندوز پوهنتون د مالي او اداري چارو معاونیت تر چتر لاندې اداري شورا ناسته ترسره شوه، چې په کې د مالي او اداري چارو محترم مرستیال مولوي کمال‌الدین منیب، د اړوندو آمریتونو آمرین، مدیران. . .

Thu, Jan 22 2026 1:37 PM
Background image

په کندوز پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت د درې ورځني دیني او اصلاحي سیمنار درېمه ورځ په کامیابۍ سره ترسره او یاد سمینار پای ته ورسېد

د سیمنار په دې ورځ کې د کندوز پوهنتون محترم رئیس، الحاج مولوي صاحب عبدالهادي همت، د کندوز ولایت په کچه محترمو علماءکرامو د پوهنتون مرستیالانو، د پوهنځیو رئیس صاحبانو، استادانو، د خصوصي. . .

BACK TO NEWS